د استاد شپون فرمايش
د استاد شپون فرمايش
د استاد شپون له نظرياتو سره که زه په زر کرته هم اختلاف ولرم، خو دهغه د نثر رواني بې شميره لوستونکي له ځان سره په روان ساتلو خپل همغږي ګرځوي. يوه لويه غميزه راسره په مجموعي توګه دا مطرحه ده، چي موږ زيات وخت اسلوب په خپل تاثر کي ښکېلوي، نور قضاوت کرکتنيز شعور او جرات غواړي، هغه لا تر اوسه زموږ په ټولنه کي نه دی تقويه شوی. لوستونکي مو په دنننۍ نړۍ کي يو داسي متخصص نقاد نه لري، چي په يو ښايسته جام د تېروتلو په ځای د جام دننه مشروب تشخيص کړي. د ليکوال د سبک يا اسلوب ارزښت تر ټولو مهم خو ټولنيز مقام په يو کمټمنټ ټاکل کېږي. دلته نه غواړم چي د ادب د ژمنتيا يا التزام خبره وشاربم. استاد صديق روهي ته د شپون صاحب رجوع ضروري ده. که دا نه شي کولی نو د نجيب منلي خو لوی مسووليت جوړېږي، چي د استاد شپانه په مخ کي د ادب او ژمنتيا مسئله روڼه کړي. داسي به سپنتا (سلېمان لايق) هم د شپون صاحب له دې تکراري نيوکي خلاص شي، چي ګويا له “چونغر” وروسته شعرونه نه بلکې شعارونه ليکي. شپون صاحب د ادب پر وږو د ايډيالوجۍ د دروند بار په ايښوولو خفه کېږي، پر فن يې جبر انګېري. خو په خپله يې په ناولونو کي يوه داسي ايډيالوجي ځای کړه، چي زما او د سپنتا تر ايډيالوجۍ په څو چنده شعاري ده. يو باجراته نقاد بويه، چي پروپاګنډ چېرې واقع دی، د شينټاغي په برخه کي که د سپين، څړه او سنګسار د لارې په ادب کي……………….؟؟
تمهيد نه تړم،په تاند کي د شپون صاحب په ليکنه (ليکوال ته فرمايش مه ورکوئ) کي زما په حواله ورکړي ريمارکس ته راګرځم، خو تر هغه وړاندي يوه خبره يادول ضروري ګڼم، شپون صاحب زياته انرجي هر وخت د هغو ادبياتو پر نقد صرفوي، کوم ادبيات چي له طبقاتي حقيقت نه سرچينه اخلي. په “و نه وو يو شپون وو” کي د اجمل خټک په هکله رايه يې له هم دې تضاد نه ماخوذ ده.
له يوې وړې مودې له شپون صاحب سره انټرنېټي يارانه لرم. پر اکثره موضوعاتو يو له بل سره له متضادو زاويو ږغېدلي يو. بالخصوص ترقي پسند ادب، مزاحمتي ادب او طبقاتي حقيقت شپون صاحب ته وراسته زاړه اصطلاحات ښکاري او دا “مړي” د شوروي اتحاد په قبر کي ښخ ګڼي. ماته داسي ښکاره شي لکه شپون صاحب چي ژوند د شوروي اتحاد په قبر کي ښخوي او متبادل يې چرته د خوب په جنتونو کي ګوري. ماته داسي ښکاره شي، لکه د افغانستان د جنت پښېمانه داروغه، د کاوون توپاني په اصطلاح “بې سته په جنت ننوتلی ملا”، هغه ته اوس هم د جنګ له دوزخه د نجات ذريعه ښکاري.
“ليکوال ته فرمايش مه ورکوئ” کي چي شپون صاحب په سر کي کوم مثالونه راوړي، زه په وثوق سره وايم، چي هغه ددې مثالونو په ذريعه خپلې دې نظريې ته لار هواروي، چي اديب دي د ټولنيزو فريضو ادا کولو ته ملتفت نه وي. پاتې زاهدغزنيوال ته متوجه خبرې، ددې ځواب هم هغه ښه ويلی شي .
د خپلې دې وړې ليکنې په پاي کي شپون صاحب زما په حواله ليکي ” له کوېټې نه یوه ځوان لیکوال( چې د نامه په ښودلو کې یې ټکنی یم) هلته له سایل صیب نه ګېله کړې وه چې سره له دې دومره شاهکاریو چې په پښتو شعر کې یې کړي، لا هم په ځینو موضوعاتو پټه خوله پاتې دی، او خپل رسالت یې نه دی ادا کړی. ما په برښنا چېټ کې دې ځوان ته وویل : ګوره، یو خو به لیکوال د کومې خبرې په نه کولو نه ګرموې، بلکه په لیکل شوو اثارو به یې قضاوت کوې.لیکوال هم د نورو په شان ،نن ژوندی ، سبا مړ. چې پاتې کېږي، چې اثر پرېباسي، د ده لیکنې دي. نقد او قضاوت یواځې په همدو روا دی، دا نور هسې ګپ او د زړه بړاس بویه. ځوانه، سایل خو خپله خورجینه درته تشه کړه ، که دې خوښیږي، خوند ترې واخله ، که نه ویې غنده، که تنده دې نه پر ماتېږي، تا تول دې نه کېږي، نو خپله یې ولیکه، لیکوال ته فرمایش مه ورکوه”.
شپون صاحب زما د نوم په يادولو کي ځکه ټکنی وو، چي له ما يې اجازه نه وه اخستې، خو زه دا خبرې تر اجازې ډېرې لوړې د اوسني دور ټولنيز ضمير ګڼم او په پراخه کچه يې قابلِ بحث حثيت ته متوجه يم.
لومړی خو شپون صاحب دا حواله په خپل سياق و سباق کي نه ده راوړې او نه خو ما ورته په چېټ کي ددې ټول کليت ښودلی. ما تش يوه يادونه کړې وه. په کوټه کي د سايل صاحب په وياړ جوړه شوې غونډه کي د هغه په هکله زما مقاله ( د زړونو واکمن سايل او زموږ بې واکه عصر) کي ما يوه وړه استهفاميه اشاره کړې وه، چي په يو ساړه دور کي چي کومې تودې خبرې کېدلی شوې، اوس په يو تود دور کي سړه خبره هم نه شي کېدی؟ ما ويلي وو، چي سايل به په خپله ضدي اناپرسته قامي لهجه وئيل، چي پښتونخوا د سندرو وطن دی، دلته ښاپېرو ګډا کړې ده او موږ هر وخت د لوټ شوي ژوند ماتم په سندرو کړی دی. ما د محکومې خاورې په اوسني سرنوشت کي د سايل صاحب نه پوښتنه وکړه، چي نن په دې وطن کي ښاپېرۍ نه بلکې د دېوانو او شېطانانو زامن ګډېږي. ته څه ځواب وايې؟ ما وپوښتل، چي د لوټ شوي ژوند ماتم خو په سندره کېدو، نن چي په پښتونخوا کي سندره قتلېږي ماتم به يې په څه کوو؟ او داسي نور……………..!!! ددې خبرو خپل يو سياسي ارزښت وو او د نن اديب ته متوجه دي، چي په روانو حالاتو کي د هغوي منصبي فريضه څه جوړېږي؟ دا هيڅ فرمايش نه دی . شپون صاحب چي د سايل صاحب په هکله کومه نېکه جذبه لري. زه تر دې هم زيات د هغه د رول قايل يم. خو د يو شاعر د شاعرۍ پر متغير کليت د سوچ کولو په وخت داسي پوښتني خپل منطقي بنياد لري، چي دلته دا بدلون ولې واقع شوی دی، فکر ولي ټرن خوړلی دی؟ په مجموعي توګه ادب ټولنې ته د ورپېښو پوښتنو د ځواب مسوول دی. د ټولنې غبرګون د يوې فن پارې د لوستلو، اورېدلو يا کتلو په وخت تش داد او شاباش ته محدود نه وي بلکې دا غبرګون په خپل ځان کي پراخ جامعيت او پېچيدګي لري. دا جامعيت او پېچيدګي چي څوک سپړلی شي، هغه د خلکو اديب ګڼل کېدی شي.
دلته د “خلکو اديب” هم شپون صاحب ته پوښتنه پېدا کولی شي. په لنډو ټکو کي زموږ لپاره خلک د ظلم او جبر په مېچن کي اڼول شوی قشر دی. موږ که له طبقاتي امتيازه دلته ځان مبرا کوو، د ظلم او جبر په مرسته تمامېږو. پر خلکو د مسلط جبر او استبداد خلاف جنګېدونکی اديب د خلکو اديب دی. هم دا د مزاحمتي ادب بنسټيز شناخت دی. مزاحمتي ادب په ټولنه کي د پستۍ، واپسۍ او پسماندګۍ رجحانات ردوي، د ترقۍ او ارتقاء عمل تېزوي، زوړ فېټرن ماتوي او نوې ته لار پرانيزي. دا په رښتينې مانا د ژوند د ارتقاء پذير فطرت نماينده ادب دی. دا د جامدو اخلاقياتو په ځاي متغير اخلاقيات افاده کوي او د اخلاقياتو پر مادي بنياد يقين لري.
غميزه راسره دا مطرحه ده، چي زموږ اديبانو ته جهادي چاپېريال د ساينسي حقيقتونو د استرداد توان ورکړ. دوي په دې استرداد کي ټولنې ته پيتاوي افسانوي مواد ورکړل خو د ټولنې د رنځ تشخیص او علاج اوس هم سر په سر پاته ستونزه ده. ټولنه فرمايش نه کوي بلکې ټولنه نقد کوي چي
طبيبه لرې شه د خپل عقل علاج دي وکړه
زما زړه خوږ دی ته پټۍ راته په سر تړې (اجمل خټک)
دا په هيڅ حواله هم فرمايش نه بلکې د نقد رښتينې مدعا ده. د شپون صاحب دا خبره چي که څوک له ليکوال نه څه غواړي نو پخپله دې وليکي. د داسي ده لکه سړی چي د “شعرونه او نقدونه” نومي کتاب ليکوال زرين انځور ته ووايي، چي دا ته چي له شاعر څخه څه غواړې، دا بې ځايه ده، که شاعر نه يې هم نو پخپله دا شاعري وکړه. بېخي ساده او علمي اصول دا دی، چي د ناشاعر نقاد زرين انځور د پورته کړو سوالونو ځواب وويل شي او تول کړل شي. انځور فرمايش نه کوي بلکې نقد کوي او دا نقد يې پر مدللو بنيادونو ولاړ او قابلِ بحث دی.
شپون صاحب د خپل “درد” د اظهار حق لري خو دا درد ضروري نه ده، چي د ټولنې درد هم وي. ټولنه د خپل درد اظهار کوي، کله د طبيب د ښو درملو ستاينه کوي او کله يې غندي چي دا دي څه راکړل، دا خو دي رنځ راپکي نور وخورولو، ټولنه د درد د شدت له وجې قهرېږي، چي طبيبه سترګي دي ووځه، ته مي د زخم د ليدلو توان ولې نه لرې، څه چي زما د رنځ دوا ده، هغه ولي نه راکوې. په اوسني عصر کي رښتيا خبره همدا ده، چي ټولنه د يو طبيب په لټون ده. دا طبيب که شاعر وي، که سياسي مشر او که بل لارښود……………. د دروېش دراني په قول
ګوره چي کله به راځي له کومې خوا به راځي
ځپلی قام د يو سړي په انتظار ښکارېږي
khanzamankakar.kakar@gmail.com