د کورنيو چارو وزير ارغنداو ولسوالۍ ته تللئ دئ

د لراوبر اداره | اگست 23rd, 2010


د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت د لوی ريس په ګډون نن يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي د ارغنداو ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه .

د هيواد کورنيو چارو وزير تورن جنرال بسم الله خان محمدي، د ملي امنيت لوى رئېس تورن جنرال رحمت الله نبيل، د ملي دفاع وزرات لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد كريمي، د سرحدي قواؤ عمومي قومندان ډګر جنرال محمد يونس نورزي ، د سيمه ايزو ارګانو د خپلواكي ادارې مشر ښاغلى غلام جيلاني پوپل ، دملي فاع وزارت د تفتېش رئېس تورن جنرال خان جان او دکندهار امنيه قو مندان سر دار محمد ځاځي دار غنداؤ ولسوالۍاوسنی امنيتي حالت له نژدې وليدی .

دكورنيو چارو وزير وويل((د ولسمشر د فرمان پراساس کندهار ته زموږ د نظامي هئيت د راتګ اصلي هدف همدا دى چي په كندهار ښار دننه او ولسواليو کي دامنېتي حالت څخه د نژدې ليدنه وكړو، او كندهار د اوسني امنېتي حالت څخه د ايستلو لاري چاري ولټوو.)) همدا ډ ول د ملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمدكريمي دار غنداؤولسوالى خلګوته دا منيت دښه کولو په موخه ژمنه ور کړه او زياته يي کړه (( ډير ژر به کندهار د ارغنداؤ ولسوالې د يوې امنېتي ولسوالى په نوم ياده سي ځکه چي همدا اوس په ارغنداؤ ولسوالى کي د همکارى د پلان مطابق تصفيوي عمليات په پوره بريالېتوب سره پر مخ ځي.)) بايد وويل سي چي ارغنداؤ د کندهار ښار شمال لويديځ لور ته نژدي پرته ولسوالي ده چي په دي وروستيو کي پکښي امنېتي وضعيت څه ناڅه خراب سوى ؤ او پكښي تصفيوي عمليات په دې ورستيو كي پيل سويدي.

په داسي حال کي چي د سږکال له پيل څخه راپدې خوا په کندهار کي د عملياتو خبري کېږي ددې ولايت اوسيدونکي د دا ډول لوړ رتبه پلاوي سفر د جنګ د وروستيو پلانونو د جوړيدو په معنا تعبيروي . تر دې مخکي ولسمشر حامد کرزي هم په دوو بېلابېلو سفرونو کي چي کندهار ته يې لرله ولس ته د عملياتو خبره کړې وه خو ويله به يې چي عمليات به ستاسي به مشوره ترسره کېږي . کندهار چي له مخکي د نا امنۍ له امله د عادي حالت څخه بې برخي سوی دی اوسيدونکي يې راتلونکو نظامي عملياتو ته په اندېښنه کي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024