خوبونه، نه مري! د احمد فراز ژوندي، انقلابي او روماني خوبونه

د لراوبر اداره | اگست 25th, 2010


(دا ليکنه مي دوه کاله وړاندي هم دا شپې د فراز د مړينې په تاثر کي کړې وه او په اردو ژبه جنګ ورځپاڼې او پښتو بڼه يې الفت مجلې خپره کړې وه. اوس يې د فراز د دوم تلين په مناسبت تاسو درنو لوستونکو ته بيا وړندي کوم)


موږ د ژوند، مينې، رومانس، انقلاب او خلکو د شاعر احمد فراز د نوم سره هم د “ارواښاد” د اضافې روايت وپاللو. د تخليق عمل چي په هديرو کي شي، حتماً به ژوندي او د ژوند په ادا مئين خلک په مرګ سړي ته وريادېږي. خو بيا هم د ژوند او مرګ په دې اذيتناکو شېبو کي موږ د ادبي نظرياتي کمټمنټ په حواله ددې عقيدې خلک يو، چي فنکار کله هم نه مري، کوم لفظونه چي د ژوند د ترقۍ او ارتقاء په عمل کي رول لوبوي، هغوي له مرګ کله هم نه راځي او تخليق يو ژوند دی، ژوند کله هم له مرګ سره مصلحت او سودا نه کوي. هم دا يو ضد او تضاد دی او تاريخ د هم دې ضد او تضاد نه رازېږي.

چا هم چي د فراز شاعري ددې تاريخي طبقاتي کشمکش په تناظر کي لوستې ده، هغه پوهېږي چي فراز د ژوند شاعر وو. د انقلابي ژوند ارزومند شاعر!! او فراز د خلکو لپاره ليکل کول. ددې ظالم، بد بودار، فرسوده او پسمانده سماج په مېچن کي د اڼول شوو خلک لپاره!!!

زه پوهېږم، چي د پښتو زيات شمېر لوستونکي د احمد فراز د شخصي او خانداني شاليد يه اړه معلومات نه لري. پښتانه لا اوس هم پر رېډيو او ټيلي ويزيون د اجمل خټک نه د هغه دکور، زېږېدني، زامنو او عمر پوښتني کوي. هم دا به مي د احمد فراز په حقله څو روايتي رسمي خبرو ته د پاتې کېدلو مجبوري وي.

پښتون احمد شاه فراز په ۱۴ جنوري ۱۹۳۱ء کي د پښتونخوا د کوهاټ په يوه کلي کي سترګې پرانيستې وې. لومړنۍ زده کړې يې په اسلاميه هايي سکول کوهاټ او لوړې زده کړې يې د ايډورډ کالج پېښور او پېښور پوهنتون نه کړي وې.

د رضا همداني په قول “سيد احمد شاه چي په کوم چاپېريال کي د ژوند پېل وکړ، هغه ادبي چاپېريال وو. هر خوا د شاعرۍ چرچې وې او بيا چي په کوم کور کي هغه زېږېدلی او لوی شوی وو، هغه هم د شعري نعمت نه خالي نه وو. د هغه پلار آغا شاه برق د فارسي او اردو شاعر وو او د پېښور د يو زوړ ادبي تنظيم (بزمِ سخن) سيکرټر هم وو”.

فراز په اردو او فارسي ادبياتو کي ماسټري کړې، په رېډيو کي يې دنده تر سره کړې او په پېښور پوهنتون کي استاد پاتې شوی وو. په ۱۹۷۶ء کي د پاکستان د ادبياتو د اکاډمۍ مشر وټاکل شو. د خپلې مزاحمتي رويې له کبله چيرې هم برداشت نه کړل شو. کله چي يې په ۱۹۷۷ء کي په اسلام اباد کي خپل مشهور نظم ” پېشه ور قاتلو” په يوه غونډه کي لوستی وو، نو هم په دغه شپه سپينو جامو لرونکو جيپ ته اچولی وو. د ضياء الحق د بد بودار او مردار امريت په وخت کي يې په کراچۍ کي “محاصره” نومي شهکار نظم لوستی وو. ددې مزاحمتي نظم په تور د جابر نظام د محتسب په امر جلا وطن کړل شو.

مين شب کا بهی مجرم تها سحر کا بهی گنهگار

لوگو مجهې اس شهر کې آداب سکها دو

فراز ته د هغه پر شهکارې شاعرۍ زيات شمېر جايزې ورکول شوي وې. په ۲۰۰۴ء کي د پاکستان حکومت هغه ته لويه ادبي جايزه “هلالِ امتياز” ورکړه. خو فراز هم دا جايزه د پاکستان د حکومت پر خُله وروويشته. دا د جابر او جلاد نظام او د لفظونو د تجارت کونکو بېروکراټانو پر مخ يوه څپيړه وه. دا د بلوچستان او وزيرستان د خونړيو حالاتو په حقله يو ردِ عمل وو. هغه ددې جايزې د واپسۍ سره په خپل يو ليک کي کښلي وو، چي د هغه په اندرون کي يو اواز ددې ظلم خلاف مزاحمت کوي او هغه د خپل اندرون نه را او چتېدونکی دا اواز خاموشولی نه شي.

د انسان او ژوند شاعر احمد فراز ددې ډول اعزازاتو سره هيڅ دلچسپي نه لرله، ځکه چي هغه د ربړېدلو او ځپلو خلکو لپاره تخليقي خدمات تر سره کول او د نفرتونو په دې ويړ جهان کي يې د طاقتور او ترقي پسند رومان په زور د مينې ډيوې بلولې او د مينې رڼا يې وېشله. د فراز په شاعرۍ کي د مينې او رومانس حوالې پرېمانه دي. خو دا حوالې د هغه تر ذات پورې محدودې نه دي بلکې د ټول انسانيت، مظلوم سماج او خواريکښي طبقې سره د هغوي يوه ټينګه رشته او تعلق دی.

د اردو ژبې يو ليکوال افتخار بهټه ليکي “د فکري بلوغت، روشن خيالۍ، انساني حقوقو او مساواتو په حواله د احمد فراز نظرياتي بنياد او اپروچ ډېر لوړ او اوچت وو. پر لکونو زړونو حکمراني کوونکی احمد فراز په بنيادي توګه رومانيت پسند شاعر وو. د هغه په شاعرۍ کي د حسن و عشق او رومانس تذکره وه. هغه د هجر وفراق نه کله هم يوه ذاتي حواله جوړه نه کړه بلکې دا يې د ټول انسانيت له تکليفونواو غمونو سره ونښلول او يو افاقي حثيت يې ورکړ. د هغه په دننه نړۍ کي له انسانيت سره وسيله لرونکی او لړزېدونکی انسان موجود وو، چي برملا يې د هغه په شعرونو کي اظهار وينو. هغه پر خپلو نظرياتو باندي پوخ يقين درلود، چي پکي د ترقي پسندو او جديدو نظرياتو په حواله فکري خوځښت هم وو او د سياسي جذباتو ترجماني هم”.

دا خبره بې د يو روايتي انداز نه کېدی شي، چي په اردو غزل کي د ترقي پسند رومانوي اندازِ تحرير په حواله فراز بېخي يو يکتا او تنها نوم وو او ددې ځانګړي سبق بېخي اول او هم اخري شاعر وو. په اردو شاعرۍ کي د فېض احمد فېض نه پس چي زموږ نظرونه د کوم فن په دايره کي ايسارېږي، هغه د احمد فراز فن دی. دا د خلکو فن دی، د مينې او امن ترجماني ده، د بايللو او چاودېدلو زړونو اواز دی او د ځپلې او ربړېدلې طبقې په حق کي د جانبدارۍ يو دستاويز دی. د فراز شاعري د ظلم او جبر، جهالت، نفرت، تنګ نظرۍ، تعصب او عناد خلاف د يو مسلسل جهاد او احتجاج نوم دی. فراز وايي:

شکوۀ ظلمتِ شب سې تو کهين بهتر تها

اپنې حصې کي کوئي شمع جلاتې جاتې

فراز په دې پوهېدو، چي شاعر صرف د لفظونو پېوند ګر او د بېت بازۍ کاريګر نه وي بلکې د هغه يو ټولنيز حثيت او رسالت وي. اديب يو سياسي کردار لري او په تحريکونو کي انقلابي فريضه تر سره کوي. فراز په ادبي مرکو او ويناوو کي هر ځای د مزاحمت او مزاحمتي ادب پر ارزښت زور راوړی وو. د احتجاجي شاعرۍ په حواله هم ترې ډيرې خبري راپاتې دي. د هند د سياسي او ادبي ماحول نه ډېر مطمئين وو خو د پاکستان د ادب او سياست په حقله يې د انتهايي درجې سختې جملې کارولې. هغه ويل د پاکستان نيژدې ټول اديبان ددې امرانه او افسر شاهانه نظام ملګري دي. هغه د فېض نه وروستو د خلکو او ژوند د شاعرۍ په حواله په اردو ادب کي يوه اوږده خاموشي احساسوله. خو د فېض د قافلې دې ملګري د فېض لاره د خپلو شهکارو تخليقاتو په زور څو لسيزې روښانه وساتله او خلکو ته يې د خلکو په ژبه د خلکو خبرې ډالۍ کړې.

بې آواز گلی کوچون مين غزل سرا هی

شهر سخن کا ايک مسافر تنها تنها

دا به مبالغه نه وي، که ووايم، چي د خلکو پر زړونو د واکمنۍ کوم وياړ په پښتو شاعرۍ کي د رحمت شاه سايل دی، هم دغسې وياړ په اردو شاعرۍ کي د احمد فراز دی. ځکه چي دې دواړو د تخليق لپاره زړي د خپل سماج، ژوند، خلکو او خاورې نه اخستي دي او فن يې هم فن ساتلی دی. له خلکو سره يې د هغوي غميزې ژړلي او هم يې ورسره د هغوي نېکمرغۍ سندره کړي دي.

نوميالی ترقي پسند ليکوال او شاعر ارواښاد احمد نديم قاسمي ليکي “د فراز شاعري د ښکلا او ميني له خبرو ډکه ده او دا هغه موضوع ده، که يې له انساني ژوند نه وباسو، نو د انسان باطن به په خړو بېدياوو بدل شي. خو فراز سر تر پايه د ژوند شاعر دی. هغه د انسان د بنسټيزو جذبو سره سره د هغه اشوب شاعر هم دی، کوم چي پر ټول انساني ژوند خور دی. فراز چي چيري هم د انسان مظلوميتونه، محرومۍ او ماتې پاتې د خپل غزل موضوع ګرځولې ده، هم هلته يې د ظلم او جبر او امريت پر عناصرو هم غشي اورولي دي او په دې لړ کي يې د غزل داسي داسي شعرونه ويلي دي او داسي داسي نظمونه يې ليکلي دي، چي لوستلو او اورېدلو ته يې مينه وال ځنګېږي او معترضين يې هک پک پاتېږي. دا دواړه د ژوند د حقيقت اړخونه دي او حقيقت ناقابلِ تقسيم وي”.

فراز د ترقي پسند فکر توضيح، تشريح او تبليغ ډېر په ساده، اسانه او عام فهمه ژبه کاوه. نه يې ابهام پېدا کاوه او نه يې ګونګيو علامتونو ته لار ورکوله. د فراز ژبه د خلکو ژبه وه، ځکه خو خلک ورباندي مئين وو. د وړو، زړو، ښځو او نارينو پر زړونو د فراز واکمني بې سياله او بې مثاله وه. په خپل “محاصره” نومي شهکار نظم کي څومره په فنکارانه او شاعرانه انداز د جرأت خبره کوي.

مرا قلم نهين تسبيح اس مبلغ کی

جو بندگی کا بهی هر دم حساب رکهتا هی

مرا قلم نهين ميزان ايسې عادل کا

جو اپنې چهرې پر دهرا نقاب رکهتا هی

وړاندي د خلکو دا رښتينی امانتګر وايي؛

مرا قلم تو امانت هی ميرے لوگون کی

مرا قلم تو عدالت مرې ضمير کي هی

اس لئې جو لکها تپاک جان سې لکها

جبهی تو لوچ کمان کا، زبان تير کي هی

د فراز فکر د جغرافيې، ژبې، نسل او عقيدې د امتياز نه ازاد وو او د هغه فن د نړۍ د ځپلو او ربړېدلو انسانانو په حق کي د جانبدارۍ پر پوله ولاړ وو. فراز په رښتينې مانا يو ترقي پسند تخليق کار وو او د ترقي پسندۍ د ضابطو او تقاضو نه خبر وو.

فراز يو مئين سړی وو. مينه يې کړې وه، څو ځايه څو ځله. په زلميتوب کي، په ټول ژوند کي او تر مرګه پورې. تر مرګ څو ورځې وړاندي خبره يې ده “زه پرون هم عاشق وم او نن هم، زه ټول عشق يم”. فراز د مينې راز ډېر پټ نه وو ساتلی. د “ځينو” په حقله خو يې په ښکاره نارې وهلې. ما يو ځاي لوستي وو، چي فراز د لومړي غزل ليکلو نه وړاندي اته ميني کړي وې. دا ټولې بيا په غزل کي رايو ځاي کول بلا لېونی مئين غواړي، بلا لېونی فنکار. د فراز غوندي مئين او د فراز غوندي فنکار!!!

د بي بي سي اردو څانګي ته يې يو وخت په مرکه کي ويلي وو “د تخليقي عمل لپاره لومړنۍ خبره دا ده، چي په دنننۍ نړۍ کي به دي څه نا څه لېونتوب او لېوالتيا وي او د تخليقي عمل لپاره په ژوند کي عشق ډېر ضروري دی. په ژوند کي چي څومره هم د پرمختګ څيزونه دي، د هغوي ټولو په شا د عشق ډېر لوی لاس دی”.

تم محبت مين کهان سود و زيان لې آئې

عشق کا نام خرد هی نه جنون هی، يون هی

شاعری تازه زمانون کي هی معمار فراز

يه بهی اک سلسلۀ کن فيکون هی، يون هی

د نفرتونو او کرکې په دې ويړ جهان کي صحت مند رومانيت اړين پامېږي. رومانوي شاعري زړونو او ذهنونو ته په اسانه لار باسي. ترقي پسند رومانيت په ننني کمرشلايزډ عصر کي د بدلون په عمل کي انقلابي کردار لوبوي. فراز په خپله شاعري کي د مهمل او مجهول رومانيت برعکس ژوندي او فعال رومانيت ته ځاي ورکړ او رومانوي موضوعات يې د خارج او سماج نه اخستې تومنه وګرځوله.

ماکسيم ګورکي وايي “په رومانيت کي په دو څرګندو بېلابېلو رجحاناتو کي فرق کول پکار دی. يو مجهول رومانيت دی، چي پر حقيقت باندي پردې غوړوي او په دې حقله خلک مصلحت ته اماده کوي يا خلک له حقيقته لرې کوي او هغوي د داخلي نړۍ په بې مانا او بې مصرفه خيرنو ګردابونو کي ښکېلوي او د فکري تجسس په ځاي يې د ساينسي تخليقاتو رد ته لمسوي. دوم فعال او محترک رومانيت دی، چي په انسان کي د ژوند او ژوندي اوسېدلو توان او ارمان ګړندی ساتي او انسان مزاحمت ته چمتو کوي”.

فراز لوستونکي پوهېږي، چي د فراز شاعري د فعال او متحرک رومانيت يو قوي ثبوت دی او په هر ټکي کي د مجهول رومانيت نفي کوي. فراز د غېر يقيني او غېر ساينسي دنيا تصورات او نظريات ردوي او يو حقيقت پسند، حقيقت آفروز او ساينسي اپروچ لري. فراز د تخليقي عمل پر مهال د مصلحت مخالف او د مزاحمت مئين دی. مزاحمت خوښوي، مزاحمت کوي او مزاحمت تخليقوي. د فراز شاعري د مزاحمتي ادب يوه لويه شتمني ده. د هغه مزاحمتي شاعرانه رويو په عام اولس کي يوه ژوره اغېزه پرېيښې ده. ځينو شعرونو خو يې د متلونو درجه خپله کړې ده او د عام ژوند په عمومي بحثونو کي ترې عام خلک د حوالو کار اخلي. په نوي او زلمي کهول کي د هغه د شاعرۍ يو لوی اثر دی. خصوصاً د ژوند په ځينو مهمو اړخونو کي خو د هغه شاعري د سړي لويه لارښوونه کوي.

د فراز معترضين وايي، چي د هغه شاعري دteenager شاعري ده، د پوهنتون د نجونو او هلکانو شاعري ده. ځکه چي فراز د ميني ځينو زلميو او پېغلوټو نزاکتونو ته محدود پاتېږي. دا د ژوند د يو مسلم حقيقت اظهار دی، دا د شاعرۍ جمالياتي قدرونه جوړوي، دا د فراز د محدودولو سبب نه شي ګرځېدی. د سايل صاحب يو دوه شعرونه مي راپه زړه شول.

نن يې وئيل راته ساده سړيه!

محبتونه څوک په غلا نه کوي

خلکو په ژوند د ګنا نوم ايښی دی

سايل خو ژوند کوي ګنا نه کوي

فراز وايي”د ميني بغېر نه د فرد، نه د قام او نه هم د نړۍ ګذاره کېدی شي. بدقسمته دي هغه خلک چا چي کله هم مينه ونه کړه. ما له ډېر ياران راشي، وايي موږ کله هم مينه نه ده کړې. زه هغوي ته وايم چي تاسو بيا ليکئ څه؟ کوئ څه؟ مينه تاته دننه توان او انرجي درکوي. که تاسو پر يوه نجلۍ هم عاشق شی، نو وبه وينی، چي ستاسو د ژوند تګلاره به بدله شي. تاسو به په خپل ځان کي نوی توان احساس کړی. په مينه کي هره کانه او کړاؤ مزه کوي. تر څو چي تاسو ژوندي ياست، مينه به درسره وي. ددې تعلق د عمر سره نه وي. دا يو مقصد دی. مينه چي کله جنون شي نو سړی د خپل منزل په لور روان کړي، زه ددې فلسفې منونکی يم”.

د فراز ټوله شاعري ژوند او مينه ده. خو فراز د يو داسي خاورې بچی وو، چي هغه له کلونو د مرګونو او نفرتونو مرکز ده. ژوند پکي يو ګران آزمايش او مينه پکي ګناه ده. د ژوند او ميني شاعر احمد فراز د پښتونخوا د اوسنيو حالاتو په حواله زښت فکرمند وو او د سولې او امن لپاره يې پر هر فورم اواز اوچت کړی وو. هغه پر ۲۰ نومبر ۲۰۰۶ء د عوامي نېشنل ګوند لخوا په باچاخان مرکز پېښور کي په راغوښتل شوې “پښتون امن جرګه” کي د يو روشن ضمير، حساس او مسوول فنکار او اديب په حېث ګډون کړی وو. د اوسنيو جنګي او جنوني شرايطو په حواله د هغه دا څو شعرونه د غور قابل دي.

برباد کرکې بصره و بغداد کا جمال

اب چشم بد هی جانبِ خېبر لگي هوئي

غيرون سې کيا گله هو که اپنون کې هاته سې

هی دوسرون کي آگ مرې گهر لگی هوئي

مېرې هي قتل نامې په مېرې هي دستخط

مېرا هي مهر هی سرِ محضر لگي هوئي

کس کې لبون په نعرۀ منصور تها فراز

هی چار سو صدائې مکرر لگي هوئي

په هم دې تناظر کي يو بل ځاي وايي

هر نئې دن نئی آفت چلي آتي هی فراز

اب يه لگتا هی که يه شهر بسانې کا نه تها

احمد فراز په خپل تېر کړي ژوند ډېر خوښ وو. ځکه چي د ژوند حق يې ادا کړی وو او په رښتينې مانا يې ژوند کړی وو. د خپل تېر کړي ژوند په حقله به يې وئيل که چرته يو ځل بيا دژوند چانس په لاس راغلو، “I would like to repeat it” . خو هغه کله هم بيا ژوند repeat نه کړی شو. ځکه چي شخصياتي تاريخ او تاريخي شخصيت کله هم نه شي repeat کېدی.

دا درسته ده، چي فراز د نامعلوم په لور وخوځېدو. خو هغه چي کوم خوبونه ليدلي وو، هغه کله هم نه مري. ځکه چي فراز وايي خوبونه نه مري. خوبونه خو څه سا، سترګي او زړونه نه دي، چي د جسم له مرګ سره دوي هم مړه شي. خوبونه خو رڼاګانې، نواګانې او بادونه دي، مخه يې تور غرونه نيولی نه شي، د ظلم دوزخ يې سېځلی نه شي. د رڼاګانو، نواګانو او هواګانو بېرغ په مقتلونو کي هم نه ټيټېږي. خوب حرفونه دی، يو نور دی، سقراط او منصور دی.

د فراز خوبونه پيتاوي او افسانوي نه دي بلکې منطقي او ساينسي بنسټ لري. ددې خوبونو تعبير د ژوند د هر اړخيز او ګڼ اړخيز بدلون نه عبارت دی. دا دظلم او استحصال نه د پاک، صحت مند، انقلابي، اشتراکي او غير طبقاتي ژوند خوبونه دي. يو داسي ژوند چي د هر ډول امتيازاتو، سرحداتو او معتقداتو نه پاک وي. د وطن، نسل، ژبې او عقيدې اختلاف نه وي. سرمايه د محدودو لاسونو نه ازاده وي، د شخصي ملکيت تصور نه وي، د اقتصادي بدحالۍ جرړې وتې وي او معاشي مساوات رايج وي. پر زمکه د خداي د خليفه (انسان) راج وي.زمکه په خپله خپل واکمن وزېږوي. زمکني حقايق مهم و پامول شي او د بنسټیزې تيږې حثيت ورکول شي.

فراز ددې او د هم دې له بطن نه د رازېږېدونکو خوبونو وېشونکی وو او د خوبونو د وېش شاعرانه وظيفه يې په ډېره ايماندارۍ تر سره کړه.

ترقي پسند ليکوال مسلم شميم ليکي “شاعر د خوبونو سوداګري کوي. خوبونه جوړول، خوبونه ليدل او خوبونه وېشل د شاعرۍ منصب دی. د خوبونو سوداګر څنګه خوبونه وړاندي کوي او ددې خوبونو قدر و قيمت څه دی؟ دا پوښتنې د خوبونو د سوداګر د منصب او مقام تعين کوي”.

د خوبونو د سوداګرۍ، وېش او قدر و قيمت په حواله د فراز منصب او مقام ټاکل څه ګرانه خبره نه ده. خو ددې خوبونو د تعبير او د تعبير د تکميل لپاره د يو “يوسف” ضرورت زښت احساسېږي. فراز د حقايقو د تشريح حق ادا کړو. موږ د تشريحاتو د عملي اظهار لاري څارو.

کارل مارکس وايي “فېلوسوفانو تر اوسه صرف د نړۍ تشريح کړې ده. اصل کار ددې بدلول دي”.

د فراز او د فراز غوندي د ډېرو دا د “بدلون” په ارمان پاته شو او دا ارمان لا ارمان دی.

فراز صحنِ چمن مين بهار کا موسم

نه فېض ديکه سکې تهې نه هم هي ديکهين گې

دا مايوسي نه ده بلکې د يو تراخه حقيقت نشاندهي ده. اوس وخت دی، چي د مايوسۍ نه د خلکو د رايستلو لپاره پر دې تراخه حقيقت بحث وشي. دا د مصلحت په فانوسونو کي ولاړي ډيوې به د تيارو او د تياره پرستو په نمايندګۍ تعبيرول وي او د رڼا او لمرونو د پراخ تصور په غېږ کي به خلکو ته د ژوند درس ورکول وي. فراز په هم دې منفرد او ممتاز وو، چي هغه د رڼا او لمرونو تصور خورولو او خلک يې د تيارو په ضد مزاحمت ته پارول.

موږ د پراخو او پلنو تيارو اوسېدونکی نژاد د فراز حق يوازي د سبا د کاروان د ملګرتيا په شکل ادا کولی شو. په شا د کتلو ضرورت نشته. وړاندي به ځو، د تيارو پردې به څيرو او سبا ته به لار باسو.

مين کټ گرون که سلامت رهون يقين هی مجهې
که يه حصار ِ ستم کوئي تو گرائې گا

تمام عمر کي ايذا نصيبون کي قسم
مرې قلم کا سفر رائيگان نه جائې گا
khanzamankakar.kakar@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024