موږ په افغانستان کي ژر تر ژره اوربند غواړو
موږ په افغانستان کې ژر تر ژره اوربند غواړو
موږ له افغانستان څخه ژر تر ژره دخپلو پوځیانو راوتل غواړو
موږ دجګړې لپاره په پلان شوو پیسو ددوست هېواد افغانستان بیا ودانول غواړو
درنو لوستونکو!
دا پاس درۍ مهمې غوښتنې پرون ګڼ شمېر المانانو په هغه لوی لاریون او مټنګ کې کولې کوم چې دجرمني په مونشن ښار مارین پلاتڅ کې تر سره شو.
مارین پلاتڅ دمونشن ښار زړه بلل کیږي داد ګڼې ګوڼې یوه دا سې سیمه ده چې لسګونه زره المانان او بهرنیان پکې ګرزي راګرزي له همدې کبله ګڼ شمېرسوله دوستواوافغان دوستوالمانانوهمدلته زموږ د ولس اوهېواد په ملاتړ لاریون او مټنګ تر سره کړ.
پرون خودسپتمبر څلورمه نېټه وه تاسوته به خامخا دتېرکال سپتمبر څلورمه نېټه درپه یاد وي چې په کندز کې دتېلودټانکرونو په پلمه زموږ له ۱۴۰ تو کندزي خویندواو وروڼو څخه زیات کسان په یوه ظالمانه بمباري کې شهیدان شول ، دهغومظلوموشهیدانو لمړی تلین له افغانستان څخه زرګونه کیلو متره لرې همداپرون دلته په جرمني کې المانانو په داسې حال کې ولمانځه چې زموږ خپلو افغانانو آن دکرزي په ګډون لا یوه وړه یادونه هم ور څخه ونه کړه، کرزی او له هغه څخه راتاوکسان له ولس څخه بېل ګڼل کیږي ځکه خو یې دکندز شهیدان یاد هم نه کړل .
کرزي وړمه ورځ دامریکا د دفاع وزیرګېټس په وړاندې ولس ته څوڅووارې دکابل بانک په اړوند ځکه ډاډ ور کاوه چې هلته یې خپل ورورمحمودکرزی له نوروجنګي جنایتکارانو سره یو ځای پکې سریښ دی، د نوموړي بانک هستي اونېستي که هرڅومیلیونه یا ملیارده هم وي خو زه د یو مظلوم او بې ګناه کندزي یاکوم بل بې ګناه افغان دسر یو وېښته هم نه پرې ورکوم په هر صورت را ځم پروني جریان ته .
یوه بجه پیل او دمازدیګر په شپږو بجو ختم شو دنوموړي لاریون او مټنګ لپاره ښه بندوبس نیول شوی و مثلأ :دکندزپه بمباریوکې داکثروشهیدانو نومونه او دیوشمېر شهیدانو تصویرونه هم مټنګوالوتر لاسه کړي وو، ددې تر څنګ یې دافغانستان په نوروسیمو کې هم دبمباریو او ټول وژنوتصویرونه مټنګ ته راوړي وو، د عراق دجګړې اوابوغرایب دزندانیانو ځورونکي تصویرونه هم دوی لرل، ددوهمې نړیوالې جګړې هغه تصویرونه هم دوی راوړي وو په کومو کې چې جرمني هېواد دامریکا او پرنګیانو تر بمباریو لاندې و.
د دې ټولې ښې سازماندهي ترڅنګ دوی په زرګونو داسې پاڼې ووېشلې په کومو کې چې له جګړې او دناټو له سرزوري څخه کرکه شوې وه، په نوموړو پاڼو کې دافغان جنګي جنایتکارانو د مجللو ماڼیو تصویرونه هم تر سترګو کېدل له دې څخه ور آخوادوی په پرله پسې توګه دلاوډسپیکرونو په وسیله لارویان رابلل ترڅو په هغو ځانګړوکاغذونو لاسلیکونه وکړي په کومو کې چې پاس پورتني درۍ شعارونه یا غوښتنې لیکل شوې وې .
د بشپړ متن د لوستلو لپاره دلته کلیک وکړئ ((PDF))