نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )
د سپتمبر په دویمه په سلګونو ژورنالیستان، سیاستوال او فرهنګیان په پاریس کې راټول شوي وو چې د افغانستان په کاپیسا کې د یرغمل شوو ژورنالیستانو د نیول کېدلو د دوه سوه پنځوسمې ورځې په مناسبت د “فرانسوي ژورنالیستانو او د هغوی د دریو افغانو ملګرو ” د خلاصي غوښتنه وکړي. هسې هم د فرانسې دولتي تلویزیونونه د هر خبري سرویس په پای کې یادوي چې “نن د فرانسوي ژورنالیستانو هېروې ګېکییر او پاسکال تپونیې او د هغوی د دریو افغانو ملګرو د بند ” څویمه ورځ ده.
دا پینځه تنه چې د فرانسې د دولتي چاینل “فرانس درې” له پاره یې د فرانسوي عسکرو پر فعالیتونو رپوټ جوړاوه د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په دېرشمه د نامالومو کسانو له خوا و تښتول شول. فرانسوي چارواکو د خپلو ژورنالیستانو او د هغوی د کورنیو په درناوي ، په لومړي سر کې د هغوی هویت پټ وساته. نېږدې درې نیمې میاشتې وروسته، د ۲۰۱۰ کال د اپریل په دولسمه د فرانسوي ژورنالیستانو هویت افشا شو. نن د فرانسویانو نومونه اخیستل کېږي خو ورسره افغانان لا هماغسې بې نومه دي.
د هغو غربي سرتېرو نومونه هم، چې په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، څو ورځې د کورنیو د غم په درناوي پټ ساتل کېږي خو وروسته یې بیا نوم په ویاړ اخیستل کېږي. په افغانستان کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په جنګ کې د وژل شویو سرتېرو شمېرې کله نا کله اعلانوي خو نومونه یې نه اخلي.
معلوماتو ته د لاسرسي، د بیان د ازادۍ ، د ملي اتلانو د لمانځنې او د بشر د حقونو تابلو، لکه په هېنداره کې چې ورته ګورې، سرچپه غوندې ده : د نړۍ په هغې برخې کې چې دیموکراسي په کې درې سوه کلنه ده، چې مطبوعات یې پینځه پېړۍ عمر لري، چې څه باندې شپېته کاله یې پر خپله ځمکه د جنګ لمبې نه دي ليدلې، چې ځان د بشر د حقونو زانګو بولي هم د خلکو غم ته غم ویل کېږي، هم د انسانانو امنیت دومره ارزښت لري چې د مطبوعاتو د ازادۍ په نامه له ګواښ سره نه مخ کول کېږي او هم انسان په دې ارزي چې یو نوم ولري خو په افغانستان کې دا ارزښتونه په بل ډول دي. زموږ مطبوعات چې په نامه ازادي یې لا لس کلنه نه ده، زموږ بشري حقونه چې لا تراوسه یې تحقق یو خوب غوندې دی داسې پیاوړي مدافعان لري چې نه یې د چا غم او درد سترګو ته درېږي، نه د چا د امنیت په فکر کې دي او نه ملي ګټې په رسمیت پېژني. په افغانستان کې د ازادۍ د ارزښتونو د تامینوونکو د سر په کتار کې یو شمېر هغه کسان هم دي چې د سپتمبر په دویمه، په پاریس کې، د فرانس پرېس د دولتي اژانس د دفتر مخې ته راټول شوي وو. داسې ښکاري لکه غرب چې خپل اخلاقي ایډیال په کامله توګه په افغانستان کې پلي کول غواړي. په دې کې هېڅ ډول د اعتراض ځای نه شته خو هغه افغانان چې یا د خپل ظرفیت له وجهې، یا د بل په ټونګه، خپل د چونګښو ډنډ د نورو تر سمندره هم پراخ ګڼي، باید یو ځل خپل واقعیتونه هم له سترګو تېر کړي.
زموږ مړي او ژوندي ځکه په نامه نه یادېږي چې خپل نښان نه لري. تر څو چې موږ په خپله ځان ته په درنه سترګه و نه ګورو له نورو د درناوي تمه به مو بې ځایه وي.