برازيل: درې سوه ودانۍ سوزيدلي

65 | سپتمبر 25th, 2010


په برازيل کې داورلګيدنې له امله د درې سوو په شاوخوا کې ودانۍ سوزيدلي دي .
دنوموړې هيواد چارواکې وايي ددغه اورلګيدنې له امله لس تنه ټپيان شوي چې څوتنه يې سختي سوزيدنې لري .
دوى زياتوي چې داورلګيدنې پرمهال په دې توانيدلي ترڅو څيرمه ودانۍ خالي اوميشت وګړې خوندي سيموته ورسوي .
ويل کيږي دغه اورلګيدنې درې ساعته دوام درلوده او له هغې وروسته داور وژنکې ډله په دې توانيدلي چې اور ترخپلې ولکې لاندې راولي .
ددغه پيښې اصلي لامل نه دى څرګندشوى خوبرازيلي چارواکې وايي چې په اړه يې څيړنې پيل کړي دي

Copyright Larawbar 2007-2024