تازه خبر: امريکا د محمود کرزي د فساد په باب تحقيقات کوي
د امريکا فدرال څارنوالانو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي د فساد په باب تحقيقات پيل کړي دي.
د وال سټريټ ژورنال په خپل يوه راپور کي وايي چي د محمود کرزي په باب د نيويارک ايالت فدرال څارنوالانو تحقيقات شروع کړي او پر نوموړي تور دئ، چي د امريکا حکومت ته يې له ډېره وخته ماليات نه دي ورکړي او همدا راز يې په افغانستان کي په ناقانونه توګه د ځان په ګټه ځيني مالي سرچينې کارولي دي.
د محمود کرزي د فساد په باب افغاني رسنيو دمخه هم ځيني راپورونه خپاره کړي وو، خو د کابل بانک تر ډېوالي کېدو وروسته د نوموړي د ناقانونه کړنو په باب ډېر پټ رازونه څرګند سول.
د محمود کرزي په باب ويل کېږي چي د کابل بانک څخه يې پيسې پور کړې او بيرته يې په هماغو پيسو په دې بانک کي اووه فيصده اسهام رانيول.
له کابل بانک سره په تړاو يوه بله ناقانونه ګټه په دوبۍ کي له شيرخان فرنود څخه د کابل بانک په پيسو د يوه کور رانيول او څو مياشتي وروسته بيرته په لوړه بيه د کابل بانک پر رئيس شيرخان فرنود پلورل وو.
د وال سټريټ ژرونال وايي د نيويارک څارنوالانو د نوموړي په باب تحقيقات شروع کړي دي، چي ممکن د ٢٠١١ کال په اوږدو کي يې په هکله نهايي فيصله وسي.
راپور وايي محمود کرزي تر ٢٠٠١ کال دمخه په امريکا کي د يوه هوټل مالک وو، خو اوس يوازي په امريکا کي څلور ګران بيه کورونه، هوټلونه او په دوبۍ او کابل کي ګڼ شمېر ملکيتونه لري.
محمود کرزي له وال سټريټ ژورنال سره په مرکه پر ځان لګول سوي تورونه رد کړي او وايي نه يوازي دا چي ناقانونه ګټه يې نه ده کړې، بلکي يو وطنپال سوداګر دئ چي هدف يې يوازي خپلو هيوادوالو ته خدمت دئ.
محمود کرزى چي د کندهار د عينو مينې د لانجمني پروژې پلى کوونکى هم دئ، وال سټريت ژورنال ته يې ويلي چي که يې د عينو مينې پروژه نه واى پيل کړې، نو هغه ټولي مځکي به چي اوس ښکلي کورونه پر جوړ سوي، وسله والو په زور لاندي کړي واى.
د عينو مېني د پروژې په باب ويل کېږي چي د افغانستان د دفاع وزارت پر مځکو باندي پيل عملي سوې ده.
همدا راز محمود کرزي د وال سټريټ ژورنال ته ويلي چي دى اوس په افغانستان کي د يوه ګوند په جوړولو بوخت دئ او غواړي په ٢٠١٤ کال د جمهوري رياست په انتخاباتو کي ځان کانديد کړي.
راپور وايي ښايي د امريکايي څارنوالانو له خوا د محمود کرزي په باب د تحقيقاتو پيل د ولسمشر کرزي او امريکا ترمنځ په اومړي تار تړلي اړيکي يو ځل بيا خرابي کړي.