پغمان : د ښوونكو د روزني مركز تاْسيس شو
د كابل ولايت په پغمان ولسوالۍ كې هم د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شوه.
دغه الحاقيه نن د تله په ۷ نيټه په هغه غونډه كې تاْسيس شوه چې پكې د پوهنې رياست مسؤولينو، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو.
د دغه مركز الحاقيه د پغمان ولسوالۍ د عبدالله بن عمر په ليسه كې فعاله شوي چې دامهال ۳۶۰ تنه داخل خدمت ښځينه او نارينه ښوونكو پكې ثبت نام كړئ او په ټولګيو كې د تربيه معلم ۱۲ تنو ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږي.