موږچاته وژاړو؟ ( د ولي شا طبيب ليکنه )
ولسمشر کرزي دسواد دورځي دنمانځنی پرمهال کله چه وینا کوله د ومره احساساتی اوهيجاني سو چه ویی نه کړای سول چه پرخپلو احساساتو کنترول ولګوي اوژړغونی سواواوښکي یی پرمخ راتوی سوي اوپه ژړغوني اوازيي وویل چه نه غواړم زما زوی خارجي سي ،زه غواړم زما زوی افغان واوسي ،په دي وطن کي زده کړه وکي او افغان ښوونکۍ ولري ،دلته په خپل وطن کي کاروکړي اودلته دفن سي .
کرزي خوخپله دزړه غوټه وولس ته خلاصه کړه او دزړه غم یی راکم کړ ،ولس چه دراز راز ستونځوسره لاس اوګريوان دی ، په نس وږي په تن لڅ ،په خپل وطن کي مهاجرکډه په شا لالهانده ګرزي ،خپل کلی کور باغ اوپټۍ ځني پاته اودښاروپه کنډوالو کي شپي سباکوي . اوس به دا رنځیدلي ولس وکرزي ته ژړلای خودکرزي ژړا اوبي وسي چه ولس ولیدله نو هک پک پاته سوه چه خدایه داڅه وسول چه زموږښاغلی ولسمشر ددي پرځای چه موږ سره همدردي وکړي اوزموږ روحیه رالوړه کړي اوس هغه داسي ژاړي ته به وايي چه هرڅه يي دلاسه ورکړي دي .
داسي معلومیږي چه ښاغلی ولسمشر دډیر لوی مشکل سره مخ دی او هغه مشکل هم نه برملا کوي .
دیوملک رهبر یامشر باید دقوی اولوی زړه خاوند وي ، چه په ډیروسختو او پیچلوحالاتو کی مقاومت وکړي او ډیر زړه ور وي ،اودومره لوړ مورال یا روحیه ولري چه نورځني عبرت واخلي ،ماکیا ولي په سوونو کاله پخوا په خپل مشهورکتاب کي چه ټولواک نومیږي لیکي چه رهبرباید زړه سوانده نه وي بلکه قاطع او دقوي تصمیم خاوند وي په عاجلو حالاتو اوناورین کي لومړنۍ کس وی چه دملت په چوپړ کي ودریږي ، اودخپل ولس دهري ستونزي څخه خبراو همزمانه دستونزي حل وکړي ، یوازي دخواشيني ښودنه کافي نه ده .
اوس موږولسمشرته دلاسايي ورکوو چه ښاغلي کرزیه په دي لاره چه ته روان يي هغه دخلکو خبره به ترکستان میرود ، اوترډیره په دي لاره تللۍ هم يي داچه ته ددي اوږدي لاري راګرزي هم اسانه خبره نه ده بلکه ډیر مشکلات او ستونزي به ګالي . اصلا خوډیره معقوله به داوای چه دوهم ځل کاندیداتوری څخه تیرسوی وای اودیوبل وړ کس ملا دي ورتړلي وای چه ولسمشرسوی وای ،اوتا دیو دروند مشر په حیث مشوری ورکولای . خیر داسي ونه سوه ، اوس ډیر لږچا نس سته چه حداقل یو ښه قوی ،صادق او فداکار تیم جوړکړي ، داسي کسان نه چه دچوکۍ يي راکښته کړي نوپه داسبا ستا یولوی دښمن اوحریف وګرزي چه موږ عملا ولیدل اوتاهم ولیدل . اوداسي هم نه چه دیوه وزارت څخه يي بل وزارت ته تبدیل کړي اوکه نه کیدل حداقل مشاوروزیر یی کړي . داکسان خوجامع الکمالات نه دي چه په هرڅه به پوهیږي او په مملکت کي قلت الرجال هم نه سته ،نوو وړکسانو ته موقع ورکړي .
رشوت خواره او فاسد خلک چه ستا په اداره کي دي ترغاړي ونیسي او عاجله محکمه دایره کړي اوسمدستي یی په جزا ورسوي ، موږ وینو چه رشوت خواره او فاسد مامورین اوس هم په حکومتي دستګاه کي ترپخوا نورپه زړه ورتیا کارکوي ، ته خبريي چه لوړرتبه چارواکي په څه ډول بنګلو کي ژوند کوي او څه ډول موتروکي سپریږي او څومره پټ اوښکاره جایدادونه او شتمنۍ لري ؟ حتما خبر يی . تاسو دفساد دمنځه وړلوپه لاره کي متاسفانه هیڅ هم ونکړل .
دولتي دستګاه کي ډیر غیرفني اوغیرمسلکي کسان ګومارل سوي دي ،چه یادپیسو په زوریادواسطي په ذریعه راغلي دي ،د پي ارار پروسه ترډیره حده اهمیت دلاسه ورکړی دی .
داداري فساد دمنځه وړلو لپاره هراړخیزکمپاین ته ضرورت دی ،دمثال په ډول کله چه یو ناروغي په ملک کي خپره سي نو کور په کور واکسین او درملنه پیلیږي ، نو اوس هم اداره په اداره باید چه دفساد پرخلاف کمپاین وسي اودفاسدومامورینو لاس دکاره لنډ سي او قانوني چلند ورسره وسي .دمامورینو معاشات وڅیړل سی او لازم زیاتوالۍ پکښی راسي .
ډیره ډیره مهمه چه دواقعي سولي پرلورګامونه واخیستل سي او ګران افغانستان ددي ناورین اوناسورڅخه راخلاص سي . اونورددي خارجي قوتونو دشرڅخه خلاص سوو.