په فېس بوک کي د پښتو لنډيو ټولوونکو خبرتيا

د لراوبر اداره | فبروري 11th, 2011


په دې وروستيو کي د افغانستان ، پښتونخوا او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو پښتانه ځوانان په فېس بوک کي هره ورځ د پښتو لنډيو د راټولولو په کاري ګروپ کي کار کوي .  ددې ګروپ بنسټ اوښودونکی  خپلي ژبي او کلتور ته ژمن ځوان ایمل درانی دی چې دم ګړۍ په هندوستان کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې  خپلي زده کړي کوي . او چلونکي یې  شاپور احمدزی له کاناډا څخه ، اسدافغان  له کابل ، ډاکټر عبدالله اکبري ، او عبدالله شاه ژوندون له دوبۍ څخه دي .


نوموړو ځوانانو  لراوبر ته په فېس بوک کي د پښتو لنډيو په اړه داسي ليکلي دي : د فیس بوک په مخ مو د لنډیو یو ګروپ له څه مودې راهسي په کار اچولی ښکلي ځوانان او پیغلي د نړۍ له هر ګوټ څخه په خاصه توګه د لراو بر راسره دي . او د ګډونوالو شمیره یې اوس له څلورزرو ۶۰۰۰ څخه اوښتې ده.


دا هڅه مو په دې نیت پیل  کړې چې د پښتو د لنډیو څانګه غني او تر څنګ په نړۍ کې میشتو پښتنو له  زهنونو څخه دا پټه خزانه را بهر او له ټولو سره یې شریکه کړي .


نوموړي ځوانان  غواړي د پښتو لنډيو د راټولولو په برخه کي لا ډېر پښتانه برخه واخلي ، د پښتو لنډيو د ګروپ نښه په لاندي ډول ده ، دغه ډول تاسي کولای سی د لاندنۍ نښي په کليک کولوسره د فېس بوک پاڼي د راجستر پاڼي ته ورسيږﺉ .
د پښتو ژبي او پښتو ادب د پرمختيا په هيله !



Copyright Larawbar 2007-2024