طالبان په کنړ کي د امريکايي ځواکونو قرارګا ته ننوتلي دي
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي بيګاه شپه دکونړولايت مرورې ولسوالۍ دغاښي کنډوسرحدي سيمه کې ميشت امريکايي مرکزوروسته له ډيرې شديدې محاصرې اوپرله پسې بريدونودې ته اړشوچې مکمل تخليه اودوسلواومهېماتوسره داسلامی امارت مجاهدينوته په لاس ورشي . خبرپاڼه د ذبيح الله مجاهد له خولې ليکي چي نوموړی مرکزدهېوادپه شرقي سيمه کې دامريکايي پوځيانو يوډيرمهم اوستراتيژيک مرکزبلل کيده چې دتيريونيم کال څخه راپه دې خوادمجاهدينوله لوري تربشپړې ځمکنۍ محاصرې لاندې نيول شوی وه اوټول اکمالات يې دهوايي لارې څخه کيدل .
طالب وياند وايي چي دامرکزچې په داوروستيوکې يې دمحاصرې کړۍ خوراتنګه شوې وه نن شپه دامريکايي عسکرولخواتخليه اوپکې ميشت بهرنيان دهليکافتروپه واسطه تيښتې ته اړشول مجاهدينوډيرژر دامرکزپه خپله بشپړه ولکه کې راوست اوپه مرکزکې موجودټولې اسليحې او موهيمات،۳عرادې لوي ټراکتور،۴داني څلورټيره موټرسايکل ،۲عرادې مازدالارۍ،۱پايه لوي برقي جنراتور،۳پايې معلوماتي اوکشفي رادار،۵ټنه اوړه ،۴ټنه لوبيااودال،۴۰ټيمه غوړي، اونورډيرلوازم مجاهدينوته په لاس ورغلي .
په خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي چي دهمدې امريکايي مرکزيوه هليکافترهم دمجاهدينوپه يوه بريدکې رانسکوره اوپکې سپاره ګڼ امريکايي عسکرقتل شوي وو خو طالبان پر رسنيو تور لګوي چې يوشميرمغرضورسنيويي په راپورخوله پټه کړه خودنوموړي هليکافتربدنه اوس هم ددې مرکزپه نيزدې فاصله کې پرته ده.
د يادوني وړ ده چي نن ټوله ورځ د ناټو او ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي خبرپاڼو په منځ کي د طالبانو ددې ادعا په اړه هيڅ مالومات نه دي ورکړه سوي ، که د طالب وياند دغه ادعا ريشتيا وي نو دا به تر کامدېش وروسته د طالبانو لخوا د بهرنيو ددوهم لوی نظامی مرکز نيول وي . په کامدېش کي د بهرنيو ځواکونو نظامي قرارګا هغه وخت د جنرال مکرسټال په وينا په تاکتيکي توګه خالي سوې وه خو وروسته يې طالبانو په يوټيوب کي د محاصرې او بريد څخه شروع د وسلو تر چلولو پوري ټوله جريان په يوه ويډيوي فلم کي خپور کړ .