ننني شپږ وژل سوي بهرني پوځیان امریکایان وو
فرانس پریس آژانس لیکی چی هغه شپږ بهرني پوځیان چی نن طالبانو ووژل ، ټول امریکایان وو . خبر زیاتوی چی د روان کال په نهه نیمو میاشتو کی ۵۸۱ بهرني پوځیان وژل سوي دي حال دا چی په تیر ټول کال کی دا شمیر ۵۲۱ و .
په دې تازه پېښه سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۳۳۵ ته ورسېدل چی ۲۵ یې د اکتوبر په روانو دیارلس ورځو کی وژل سوي دي .