خيرت ويلدرز اسلام ته د سپکاوي په تور محاکمه کيږي

د هالنډ په وروستيو ټاکنو کي د زياتو رايو ګټونکی خيرت ويلدرز Geert Wilders د تېرو څو ورځو راهيسي په محکمه کي اسلام ، قرآن عظيم الشان او مسلمانانو ته د سپکاوي په تور پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ دی .
خيرت ويلدرز تر هغه وروسته په هالنډ او نړۍ کي شهرت پيدا کړ چي د ( فتنه ) په نوم فلم تر جوړېدو وروسته د اسلام ، قرآن عظيم الشان او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر وړاندي د سپکاوي په تور تورن سو او وروسته يې په بيا بيا د اسلام پر وړاندي خپله کرکه څرګنده کړه .
پر نوموړي يو شمېر هالنډ مېشتو اسلامي او کلتوري سازمانونو دمذهب او نژاد د سپکاوي او تبعيض تور ولګاوه او په محکمه کي يې عرض پر وکړ . ويلدرز تېره سې شنبې دمحکمې لخوا مسلمانانو ته د سپکاوي له تورونو پاک وپيژندل سو ، ځکه د قاضي په وينا ويلدرز پر مسلمانانو نيوکي نه دي کړي بلکي د قرآن عظيم الشان او اسلام په اړه يې خپل نظريات څرګند کړي دي . نن به قاضي د ويلدرز د هغو څرګندونو په اړه پريکړه کوي چي ويل کيږي د مسلمانانو او غير اروپايي هالنډ مېشتو پر وړاندي کرکه او تبعيض بلل کيږي .
خيرت پرون خبريالانو ته وويل چي فکر کوي ددې تورونو څخه به هم سپين راووزي ، کنه وي نو د هالنډ مليونونه اوسيدونکي به د هالنډ د قضا پر بې پرېوالي شکمن سي . د کاروپوهانو په اند د ويلدرز د محکمې نننی بهير تر تېر هغه لانجمن دی او ښايي نوموړي ته د د نومبر پر پنځمه د بند سزا واورول سي .
د ازادۍ د ګوند PVV مشر خيرت ويلدرز چي د ژوند لومړني شاوخوا لس کلونه يې په اسراييلو کي تېر کړي دي ، د هالنډ د نوي حکومت په ټاکنو کي يې پام وړ ډيري رايي وګټلې دا مهال د حکومتي چارو د سمبالېدو پر ځای په محکمه کي له ور پوري سوو تورونو څخه د سپينېدو کوښښ کوي . خو د نورو برياليو ګوندونو چارواکو تر څو ورځنيو رسمي مراسمو وروسته نن په خپلو نوو دندو په رسمي ډول پيل وکړ .