امريکا: د پاکستان اېټمي زېرمې خطرناکو لاسونو ته لوېدی شي
خان زمان کاکړ
د امريکي کانګريس يو وار بيا د پاکستان د ايټمي زېرمو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. کانګريس خبرداری ورکړی چي په پاکستان کي روان داخلي بحران او شخړه د دې ملک ايټمي زېرمې خطرناکو لاسونو ته اچولی شي. انډي پينډنټ کانګرېژنل ريسرچ سروس په خپل تازه رپورټ کي د امريکې د پارليمان غړو ته ويلي دي، چي د يقين دهانۍ باوجود په پاکستان کي حالات هم هغسې کړکېچن دي او دا خطرناکې پايلي ورکولی شي.
له ډېره وخته بهرنۍ څېړنيزي سرچينې داسي ويره څرګندوي، چي د پاکستان ايټمي زېرمي د ترهګرو لاس ته ورتلی شي. په فوځ کي دننه بدمعاش عناصر په دې کار کي له ترهګرو سره مرسته کولی شي. د امريکې په کېري لوګر قانون کي دا شرط هم ايښوول شوی وو، چي پاکستان به ايټمي ټيکنالوجي نه خوروي. پر پاکستان دا تور دی، چي دوي ايټمي رازونه خرڅ کړي دي او په دې حقله د هغوي ساينس دان ډاکټر عبدالقدير له يو لړ تورونو سره مخامخ دی.