د هرات کنټرول افغان ځواکونو ته سپارل کېږي

34 | اکتوبر 16th, 2010


د اېټاليا د دفاع وزير ايګنازي لاروسا نن د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چي په هرات کي مېشت اېټالوي ځواکونه به د ٢٠١١ کال تر پايه د دې ولايت ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري.
نوموړي د ناټو له قومندان جنرال پيټريوس سره په خبرو کي ويلي چي دى فکر کوي، د هرات امنيتي ځواکونه به پر دې وتوانېږي چي د راتلونکي کال تر پايه د خپل ولايت ټولي چاري سمبالي کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024