کندهار: د چاودنو درې نور ږغونه واوريدل سول
تر هغه وروسته چي نن د شنبې ماخستن پنځه باندي اته بجې د کندهار دوهم لمبر قول اردو او کاکا سيد احمد ښوونځی تر څنګ سړک کي يوه چاودنه رامنځته سوه، دا شېبه د ماخستن پوره لس بجې درې نوري پر له پسې چاودنو ږغ واوريده سو ، له کندهاره د لراوبر خبريال د ټيلفون پرليکه وايي چي د درېو وروستيو چاودنو ږغونه د کندهار په نوي ښار کي د ميرويس روغتون پر شاوخوا پوري ورسېدل مګر دقيق ځای يې تر دې شېبې معلوم نه دی، د نوموړي په وينا دې چاودنو په کندهار ښاريانو کي وارخطايي رامنځته کړې ده.
د امنيې قومندانۍ مسولينو د لومړنۍ چاودني په اړه وويل چي چاودېدونکي توکي په يوه زرنج ( باروړونکي موټرګاټ) کي ځای پر ځای سوي وه چي تر د پوليسو لخوا د خنثی کېدو پر مهال يې چاودنه رامنځته کړه .
د وروستيو درېو پرله پسو چاودنو په اړه نا تاييدسوی خبر دادی چي د کندهار ښار شمال ختيځ خواته د خواجک بابا په سيمه کي پر ۳ ټانکرونو د بريد په ترڅ کي چاودني رامنځته سوې چي دا خبر په نيمه شپه کي امنيتي چارواکو تاييد نکړ .