ايټاليا: لسګونو زرو کارګرو د لومړي وزير پرضد لاريون وکړ
د ايټاليا په روم ښار کې لس ګونو زرو کارګرانو په دغه هېواد کې د کار د قانون څخه د دفاع لپاره او د صدراعظم پرضد پراخه مظاهره وکړه.
د اوسپنې د صنعت د کارګرانو او د هغوی د اتحاديې د غړو دا لويه مظاهره په داسې وخت کې راپورته شوې، چې اټاليا دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.
حکومت د کارګرانو د ټولنې د غونډو د وروستيو عکس العملونو د کنترول لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي دي او په عين حال د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د مظاهره چيانو په منځ کې د بلواګرو د موجوديت خبرداری هم ورکړی و.
خو د راپورونو له مخې مظاهرې پر مهال د تاوتريخوالي کومه پيښه نه ده رامنځته شوې.