وردګ: د ملي پیوستون ۱۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

34 | اکتوبر 17th, 2010


دمیدان وردګ ولایت په بهسودو مرکز ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام له لارې پنځه لس(۱۵) بېلابېلې پروژې د څه باندې نهوو میلیونه افغانیو په ارزښت دکلیو پراختیا اوبیارغاونې وزارت په مالي بودیجه ددې ولسوالۍ
ولسوال او پرمختایي شوراګانو استازو لخوا د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کې دکاریزونو، کانال او اوبو زیرمې (۴ )پروژې د (۲۴۱) مترو په اوږدوالي د (۹) کاریزونو کیندل او جوړول چې (۴۱۵) مترو په اوږدوالي کانال
او د(۴۷۵) مترمکعب حجم په لرلو د (۴)اوبو زیرمې هم لري،دفرعي سړک اوپلچک دجوړولو(۳) پروژې د(۵،۹۵) کیلومترو په اوږدوالي سړک د(۲۵۰۰) متره په اوږدوالي لښتی او د(۷) پلچکونو جوړول،دپاکو اوبو دڅاګانو (۳) پروژې چې پکي د(۱۰) څاګانو کیندل او په هغوۍ دلاسي بمبو درول،دغونډو تالار(۳) پروژې د (۱۸۳) مترمربع،(۱۸۴) مترمربع او(۵۱۲)مترمربع په پراخوالی، داوبو زیرمې یوه پروژه د(۱۹۹) مترمکعب حجم په لرلوسره او داوبو دبند یوه پروژه د(۱۰) مترو په اوږدوالي چې دکهنه ناهور،خلک پايین،غوچی،دوپشته،دحقداد،دیوال قل،بلدرغان،حلواقل،سه قلع پاین،میرهزار،دهن باغک، ناهورنیک پای،بوم بالا،چک،خیرخانه او دهن اوجی په
کلیو کې دکلیو دبیارغاونې وزارت له بودجې څخه د (۹۴۸۳۳۳۲) میلیونه افغانیو په لګښت اوخلکوپه سلوکې دلس فیصده ونډې اخیستنې سره دمرستندویه موسسې (سویډن کمیټې) او پراختیایي شوراګانو لخوا دملي پیوستون دپروګرام له لارې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې، چې (۱۲۱۷) کورنۍ به ترې ګټه اخلي او تریوځایه به دسیمې دخلکو ستونزې هوارې او په راتلوونکی کې به دا ډول نورېپروژې هم دولایت په بېلابېلو ولسوالسوکې پلې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024