د پارلمانی ټاکنو ۱٬۳ ملیونه رایی باطلی سوې
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی افغان حکومت د تیری میاشتی د پارلمانی انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل چی د هغو څخه یې تقریبأ ۲۳٪ رایی ځکه ایسته وغورځولې چی تقلب او ساخته کاري پکښی سوې وه . خبر زیاتوی چی ټولی ۵٬۶ ملیونه رایی وې چی ۱٬۳ ملیونه یې ساختګی اعلان سوې خو دا معلومه نه ده چی د ۲۴۹ پارلمانی وکیلانو برخلیک به څنګه سی .