ماین په هرات کی لس ملکی انسانان ووژل
هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکی چی نن په هرات ولایت کی ماین لس ملکی انسانان له منځه یووړل چی اکثریت یې ښځی او کوچنیان دي . هغوی د هرات او نیمروز تر منځ په موټر کی واده ته روان وو چی پر ماین برابر سول . حکومت ددې کار پړه پر طالبانو اچوی خو طالبانو خپل غبرګون نه دی ښودلی .