ماین د مکتب نهه نجونی ووژلې
سي ان ان خبری شبکه لیکی چی نن په نیمروز ولایت کی د ښوونځي د نجونو څخه ډک بس پر ماین وخوت چی له امله یې نهه نجونی ووژل سوی او ۱۰ هم زخمی سوې . نن په یوه بله پیښه کی هم یوبس چی د نیمروز ولایت څخه هرات ته د واده لپاره روان و ، پر ماین ختلی و چی د هغه د مړو شمیر اوس د لسو څخه ۱۳ ته ورسېد چی پنځه یې ښځی ، پنځه یې کوچنیان او درې یې نارینه دي .
ناټو او حکومت دواړي پیښی پر طالبانو تاوانوی خو هغوی خپل عکس العمل نه دی ښودلی .