شمال اییتلاف د طالبانو له ویری مسلح کیږی
د انګلستان سنډې ټلګراف ورځپاڼه لیکی چی د شمال ایتلاف قوماندانانو له دې بیری خپلو کسانو ته د وسلو ویشل پیل کړي چی مبادا طالبان بیرته واک ته شامل نسی .
یو پخواني قوماندان ( نقیب الله ) چی هغه مهال یې ۵۰۰ جنګیالي لرل ورته وویل چی « موږ د طالبانو څخه تښتېدلي وو ، کله چی بیرته راغلو هغوی ډیر خلک وهلی او وژلي وو . . . نو څنګه به موږ اوس د سولی فعلی شورا ومنو ؟ زما په نظر د سولی فعلی بهیر د ښاغلي کرزي یوه توطیه ده . . . زما ځانی نظر دا دی چی دا د سولی پروسه نه بلکی یوه خصوصی معامله ده . »
د شمال اییتلاف څو نورو جنګسالارانو هم ورته نظر او وارخطایی ښودلې ده . خو سیاسی شنونکي وایی چی د افغان حکومت سره د طالبانو په نوم د تخیلی او تبلیغاتی خبرو اترو دا حال وی نو د هغوی واقعی راتګ به د شمال اییتلاف په جنګسالارانو څه حال ګډ کړی .