اروپا يونان ته نوي سرحد ساتونکي لېږي
اروپايي کميسون پرېکړه وکړه چي يونان ته نوي سرحدساتونکي ځواکونه وليږي ، دا پرېکړه تر هغه وروسته وسوه چي شمېرو وښودل چي اروپا ته د راروانو کډوالو له ډلي ۹۰ سلینه يې د ترکيې او يونان له لاري په غيرقانوني توګه را اوړي . يونان دتېر کال په اوږدو کي دېرش زره ناقانونه کډوال نيولي دي خو د يوه زيات شمېر کډوالو په نيولو کي د سرحدي پوليسو د تعداد د لږوالي له امله پاته راغلی دی . د نورو هيوادونو د کډوالو تر څنګ په زيات شمېر افغان کډوال هم له دغي لاري اروپا ته ځانونه رسوي چي يو شمېر يې پر لاره د سرحدي پوليسو لخوا ويشتل کېږي ، له غرونو پرېوزي ، لاسونه او پښې يې ماتيږي ، په اوبو کي غرقيږي يا تر ډېرو کړاوونو وروسته د اروپا په کمپونو کي د بې سرنويشتۍ شپې ورځي تيروي . تر دې وروسته به د ترکيې او يونان له لاري د ناقانونه کډوالو راتېرېدل نور هم سخت او له خطره ډک وي .