ايساف په لوګر کي يو سوځل سوی ښوونځی ترميموي

د لراوبر اداره | اکتوبر 25th, 2010



پرېکړه وسوه چي په لوګي کي د نجونو هغه ښوونځی له سره رغول کېږي چي تېره چارشنبې نامالومه کسانو بمونه پکښي ايښي وه او ويې سوځله ، دا خبره د ناټو او ايساف د مطبوعاتي دفتر لخواپه ترلاسه سوې خبرپاڼه کي راغلې ده . په خبرپاڼه کي د سوځل سوي ښوونځی عکسونه هم خپاره سوي دي او ويل سوي چي په پېښه کي د دې ښوونځی شپږ ټولګي سوځېدلي دي . په خبرپاڼه کي هم د ښوونځيو سوځېدل غندل سوي او يادونه سوې چي پرېږدی د افغانستان نجوني او هلکان زده کړي وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024