تخار: تښتول سوی هالنډی ژوندی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2010


د هالنډ مشهوري ورځپاڼي ( د فولکس کرنت ) د خبر له مخي هغه هالنډی چي پرون د تخار کندوز پر لويه لاره د وسله والو لخوا تښتول سوی و ، په يوه ناڅرګند ځای کي ساتل کيږي او ژوندی دی . ورځپاڼي دا خبره د کندوز والي دوياند له خولې ليکلې ده ، بله خواد هالنډ د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چي د تښتول سوي هالنډي هويت نه څرګندوي او په د هغه په خلاصون کي به چاته پيسې هم نه ورکوي .

د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چي دا لا تراوسه څرګنده نه ده چي پرونۍ تښتَوه د طالبانو او القاعده د پلويانو لخوا رامنځته سوې او که د پيسو ترلاسه کولو د پاره وسله والو غلو دا کار کړی دی ، وياند وويل طالبان او القاعده داسي کړني په رسنيو کي د پاملرني په خاطر کوي خو غله بيا يوازي د پيسو ترلاسه کولو لپاره سړي تښتوي .

د تښتول سوي کس په اړه ويل کيږي چي په کندوز کي د ماشومانو يوه روغتون ته د معلولو ماشومانو ددرملني لپاره روان و ، مګر د هالنډبهرنيو چارو وزارت د تښتول سوي هالنډي ژوند ته د خطر له امله د هغه کار او هويت نه څرګندوي .

Copyright Larawbar 2007-2024