ګورباچیف : په جنګ یې نسی ګټلای

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 27th, 2010


د بی بی سی نړیواله څانګه خبر ورکوی چی د پخواني شوروی اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچیف امریکا او ناټو ته خبردارﺉ ورکړی چی په افغانستان کی پوځی برﺉ ناممکنه دی . ګورباچیف چی د افغانستان څخه روسي پوځونه ایستلي وو ، وویل چی ښه لار یې جنګ نه بلکی د جګړې څخه د افغانستان خلاصول دي . ده وویل چی امریکایانو هغه مهال زموږ د دې غوښتنی سره ملاتړ ښکاره کاوه چی افغانستان دې یو بیطرفه او دیموکراتیک هېواد وی چی د خپلو ګاوندیانو ، امریکا او شوروی سره به ښه اړیکی لری ، خو په عین حال کی یې جنګیالي روزل . دا هغه کسان وو چی نن افغانستان او مهمه لا دا چی پخپله پاکستان ته اړم دي . نو ځکه به دا ګرانه وی چی امریکا د دغو شرایطو څخه راووزی .

Copyright Larawbar 2007-2024