د ميرمن کلتوري بهير د ۲۲ غونډي راپور
دميرمن كلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبي په ورځ د ۱۳۸۹ لمریز کال د لړم په لومړۍ نیټه چي برابره ده د اکتوبر له ۲۳ مي نيټي سره د پوهني وزارت په كلوپ كې د ګڼ شمير خويندو په ګډون تر سره شوه د غونډي كوربه سوله نيازۍ او د غونډي ريسه اغلي سلما وه غونډه په يوه نيمه بجه پيل شوه .
په لومړۍ برخه كې په كاري مسايلو خبرې وشوې او وويل شول چي بايد د بهير لپاره يو ځانكړي كمپيوټر وي تر څو هره اونۍ په ورځ د غونډي په لړ كې بهير وال وكولاي شي چي په مستقيمه توګه راپور سايټ ته وركړي او همدا راز د بهير والو څخه وغوښتل شول چي په منظمه توګه راشي او هره اونۍ چي د غونډي په لړ كي د ادب په ډګر كي چي په زړه پوري معلومات او لكچرونه وړاندي كيږي ترينه ګټه واخلي تر څو وكولاي شي هغه سند هم تر لاسه كړي چي په پاي كي د ميرمن بهير له خوا وركول كيږي . د غونډي په لړ كي اغلي سولي وويل چي مونږ هڅه وكړو چي خپل بهيرته پراختيا وركړو او او خپله علمي كچه لوړه كړو همدا راز د پغمان دمیرمن بهیر مسولې خدیجې امین په پغمان کې دمیرمن بهیر دفعالیتونو په اړه رپوټ وړاندې کړ ،دبهیر غړو د آغلې امین رپوټ مثبت وارزاوو او له هغې يي ډيره مننه وكړه چي په دپغمان په کلیو كي يي د ميرمن كلتوري څانګه جوړه او د هغي سرپرستي كوي همدا راز تراوسه چي يي څومره كارونه هلته كړي وو د هغي په اړه يي هم اغلي امین خپل راپور وړاندي كړ او د بهير والو سره دا ژمنه وكړه ډير ژر به خپلي ټولني ته پراختيا وركړي .
د غونډي په دوهمه برخه كې نامتو لیکوال او ادبپوه ښاغلي استاد اسداله غضنفر صاحب د كيسي په اړه په زړه پوري معلومات وړاندي كړل اوهمدا راز يي د كيسي د جوړښتونو په اړه بهير والو ته معلومات وركړل چي ډير ګټور وو .
د غونډي دريمه برخه مشاعري ته ځانګړې شوې وه چي د بهير والو له خوا پكي ښكلي او په زړه پوري شعرونه وويل شول .د غونډي په پاي شيبو كي د بهير د تكړه غړي اغلي صحابه خروټي د خداي بښلي مور او دآغلې هیلۍ احدي د آنا لپاره چې په تیره اوونۍ کې وفات سوې وې، دعا وشوه . غونډه د مادزيګر په څلورو بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو پاي ته ورسيده .
هيره دي نه وي د ميرمن كلتوري او ټولنيز بهير اونيزي غوندي هر شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په كلو پ كي ترسره كيږي .