د لغمان په ولايت كې د دوو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوي
د لغمان لايت: نن د روان كال د لړم د مياشتي په ۱۰ نيټه، د لغمان ولايت د علينګار ولسوالي د نسوان رجايي او شهيد اقبال د ليسو نوى ودانۍ د نوموړی ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو لخوا په داسى حال كې چې د سيمي قومي مشرانو، ښوونكو او زده كوونكو ګدون در لود دپټى په پريكولو سره پرانيستل شوى.
د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د ۲۲۴ زرو امريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د جاپان هيواد په مالى مرسته د ۶ مياشتو په موده كې جوړي شوي، چې هره ودانۍ ۸ درسی ټولګى، ۴ ادارى خونى، د احاطى ديوال، ۶ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.
ياده دى وى چى د ياد شويو ښوونځيو د تعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيوو زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو د نشت والى له امله ليرى شى.