بغلان:په نښته کې ۲وسلوال طالبان ووژل شول

46 | نوومبر 3rd, 2010


تیرماښام دمرکزی بغلان دمنګل ها اوبیدرخیلوپه سیمه کې دوسلوالوطالبانو اوافغان پولیسوترمنځ نښته رامنځ ته شوه چی دیاد ولایت دچارواکوپه وینا په دغه نښته کی دوه وسلوال طالبان وژل شوی او ۲ نورټپيان دی دبغلان دامنیت ویاند جاوید بشارت رسنیو سره په خبرو کی وویلی، چی په دغه نښته کی پولیسوته زیان ندی اوښتی خوتراوسه پوری وسلوالوطالبانوپه دی اړه رسنیوته خپل غبرګون ندی څرګندکړی بل لورته دبغلان دده سلا ولسوالی درشیدی ښوونځی داووم ټولګی یوتن زده کوونکی دشخصی خصومت په پایله کې دنامعلومووسلوالوله لوری ووژل شوچارواکی وایی چی دقاتلینودنیولولپاره هلی ځلی روانی کړی دی خو تراوسه په اړه یی څوک ندی نیول شوی همدغه راز په همدغه ولسوالی کی تیره ورځ ۱۰ بجی دشخصی تربګنی په پایله کی ۱ یوتن مړ اویوتن ټپی شو داپه داسی حال کی ده چی په دی وروستیوکی په یاد ولایت کی داډول پیښی زیاتی شوی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024