مملي لوبډلي کوديخيلو لوبډلې ته ماته ورکړه

34 | نوومبر 20th, 2010


دمملې دکرکټ لوبډلې دکوديخيلو دکرکټ لوبډلې ته په اوه ويکټونو ماتې ورکړه .
دمملې دکرکټ منجر قاري انجينر عزيزالله عزيزي په وينا دکوديخلو دسيمې لوبډلې له پچې ګټلو وروسته په ټاکلو دولس اورونوکې دمملې دکرکټ لوبډلې ته څلورنوي منډې هدف وټاکو .
دنوموړې په وينا په ځواب کې دمملې دکرکټ لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په اتم اورکې په داسې حال کې چې درې لوبغاړي سوزيدلې وه پوره کړ.
دعزيزي په وينا په دغه لوبه کې دمملې دلوبډلې لوبغاړى سيارخان دښې لوبې له امله دلوبې غوره لوبغاړى دنومول شو.

Copyright Larawbar 2007-2024