ولسمشر کرزي د پولنډ، اسټراليا، فرانسې او هالنډ له مشرانو سره وکتل

34 | نوومبر 20th, 2010


دپولنډ،اسټراليا،فرانسي اوهالينډ هيوادونو مشران دولسمشر کرزي سره په ليدنه کې له افغانستان سره پردوامدار ملاتړټينګار کوي .
دولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشرحامدکرزي دپرتګال په پلازمينه ليسبون کې دناټو دسرمشريزې په غونډه کې دپولنډ دولسمشربروسلاوکمسروسکې،داسټراليا دلومړي وزيرې جولياګيلان،دفرانسي له ولسمشرنيکولاسرکوزي اودهالينډ دلومړي وزير مراکورت سره په جلاجلا توګه خبرې اترې اوليده کاته ترسره کړل .
ولسمشرحامدکرزي په دغه ليدلوکې افغان ځواکونو ته دامنيت سپارل يومهم ګام وباله او ددغه ځواکونو په پياوړتيايې اوسمبالښت باندې يې ټينګار وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024