هايټي: د وبا د ناروغۍ مړېنه مخ پر زياتېدو ده
دهايټي چارواکې وايي په دغه هيواد کې دکولرا يا وبا سارې ناروغۍ له امله دوژل شويو کسانو شمير مخ په زياتيدو دى .
درپوټونو له مخې تردې دمه ديادې ناروغۍ له امله د دولس سو په شاوخوا کې وژل شوي او په زرګونو نورپرې اخته شوي .
ويل کيږي دغه ناروغۍ دنوموړې هيواد مرکزکې ترټولو لوي زندان ته هم رسيدلي دي چې له امله يې ديارلس زندانيان وژل شوي او په لسګونو نور تر درملنې لاندي دي .