کندهار : د يوشمېر چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | نوومبر 23rd, 2010


لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي افغان ملي امنيتي پوليسو تېره ورځ يو شمېر چاودېدونکي توکي نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي په نيول سوو چاودېدونکو توکو کي دوه فيره توغندۍ او درې د چاودېدونکو توکو ډکي شل کېلويي بوشکې دي چي د دې ولسوالۍ په سوخ چالا کي تر پلچکونو لاندي ځاى پر ځاى سوي ول او د ملي پوليسو له لوري کشف او ورورسته شنډي سوې .

Copyright Larawbar 2007-2024