د کرزي مصلحتونه د ملي پاڅون لپاره لاره اواروي
د کرزي مصلحتونه د ملي پاڅون لپاره لاره اواروي
د ولسې جرګې د ټاکنو پایلې د چهارشنبې په ورځ د غزني ولایت د پایلو اعلانولو سره بشپړې شوې، په دې ټاکنو کی دتیرو ټاکنو (ولسې جرګې او ولسمشري) په پرتله په لویه پیمانه درغلي وشوه چی د ټاکنو مشروعیت او قانونیت یې صراحتا له منځه وړې ده.
د درغلیو او نه شفاف ټاکنې ښه مثال د غزني ولایت کیدای شي، چې اکثریت اوسیدونکي یی پښتانه دي خو ولسی جرګې ته یوولس تنه معرفي شوي کسان ټول هزاره توکمه دي ځکه ټاکنې یوازې هزاره میشتو سیمو کې شوي وه نه په ټول غزني کې!
دا بدبختي د هغې ورځي نه پیل شوه کله چی ښاغلي کرزي د مصلحتونو پر بنیاد لویه ملي دنده (دټولټاکنو کمیسيون مشري) د یوې متعصبې ډلی اړوند او د ټاکنو په برخه کی بې تجربې ملا ته وسپارله، ځکه د ټاکنو پر شفافیت او قانونیت پوښتنې را ولاړې شوي نه یوازې دا بلکې د ټولټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو کې دمتعصبو او مفسدو عناصرو شتون نور هم شک ور زیات کړ.
په دې ټاکنو کې د افغانستان په سیاست کې دخیلو هیوادونو تر خپلې وسې پورې ګوتوهنې وکړلې حتا تر دې چې د پاکستان داستخباراتو ادارې (آی.اس.آی) جوړه شوې طرحه د طالبانو له خوا په ښه وجهه تطبیق شوه. او افغانانو ته یې مزاحمتونه ایجادول چې ټولټاکنو کې برخه وانخلي که چیری برخه واخلی نو د سر په قیمت به ورته تمام شی.
افغان دولت او د هغه ملګري (امریکا او ناټو) ناتواني وه چې ونه شوه کړی چې امنیت تامین کړی او شفاف او قانونی ټاکنو ته زمینه برابره کړی تر څو خلک په ډاډه زړه وکولی شي په ټاکنو کې برخه واخلې دغزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو څخه یوازې په ۲ ولسوالیو کی ټاکنی وشوې دا خو لا څه چې په ځینو شمالي ولایتونو کې د مشخصو متعصبو ډلو لخوا قصداً اوضاع ناارامه شوې وه چې خلک په ټاکنو کې ګډون ونکړي.
په ټاکنو کی د لوړپوړو چارواکو اوټوپکسالارانو په پراخه پیمانه مداخله د ټاکنو په شفافیت کې لا شکونه پیدا کړل، (د مشت نمونې خروار په څیر) د اسماعیل خان صیب یادونه کوو چې مکالمه یې په اکثرو رسنیو کې نشر شوې هم ده.
لکه څنګه چې د ټاکنو نه مخکې هم ولس د اوسني نظام څخه چندانې خوښ نه وو دې ټولټاکنې پایلې به د ولس او نظام تر منځ فاصله نوره هم زیاته کړي چی دا به د افغانستان حالات له بد څخه بدتر کړي او ولس به د دولت له مخالفینو سره نږدې کړی او حتی د یوه ملي پاڅون او مقاومت د اوسني نظام په مقابل کی د تصور نه لرې نه ده.
په دې هیله چې دولت او ملګري ملتونه دا نکتې حس کړي او ټاکنی غیر قانوني اعلان کړي او قانوني ټاکنو لپاره چې د اساسي قانون ټولې مادې پکې تطبیق شي، ټولټاکنه سرتاسري وي او ټول افغانان پکې برخه واخلی، د یوه بې طرفه او مسلکی کمیسیون له خوا تر سره شي تر څو په راتلونکي کې یو ځلې بیا وخت او پیسې بې ځایه ضایع نه شي.