کندهار : د دوو تنو وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | دسمبر 5th, 2010


د کندهار ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي د ملي پوليسو په يوه ګزمه کي دوه وسله وال د پوليسو د يوه هويت کارت ، يوې شهادت نامې او د کلاشنکوف له سل فيره مرميو سره يو ځاى نيول سوي . ياد کسان تېره ورځ د دې ولسوالۍ د ميان جوى په کلي کي نيول سوي چي اوس مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي .
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د دې ولايت د اتمي امنيتي حوزې په اړونده سيمو کي د دوو وسله والو د نيولو خبر ورکړل سوى ؤ .

Copyright Larawbar 2007-2024