د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د ګارډ قومندان په حق ورسېد

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2008


په سهيلي پښتونخوا کي د ولسپال ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د امنيتي چارو مشر محمد يوسف ګران چي په ګراني مشهور و د فبروري پر شپاړسمه نېټه د سهيلي پښتونخوا د توبه اڅګزۍ په سيمه کي  د ۵۶ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله په حق ورسېد .


محمد يوسف ګران د شاوخوا لسو کلونو راهيسي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سهيلي پښتونخوا د امنيتي چارو مسوليت پرغاړه درلود ، دنوموړي پارټۍ يوه کارکوونکي ښاغلي بصير اڅګزي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي  ارواښاد ګران  د پښتونخوا په ولس او د پارټۍ د  غړو په زړونو کي ځای درلود او په مړينه يې ټول ډير خپه سوي دي ، نوموړي زياته کړه چي ارواښاد ګران په ۲۰۰۱ ميلادي کال هغه مهال چي پاکستاني پوځيانو په کويټه کي د پښتنو په ځينو سيمو کي عمليات پيل کړل  د پښتنو څخه په کلکه دفاع وکړه چي په هغه جګړه کي يې زوی هم ووژل سو .

Copyright Larawbar 2007-2024