کندهار: د عاشورا ورځ لمانځل کېږي، لاري بندي دي

34 | دسمبر 16th, 2010


په کندهار کي هم د دې ولايت د شيعه اوسېدونکو د عاشورا د ورځي په مناسبت مراسم شروع کړي، چي د ښار په ځينو سيمو کي يې له امله عمومي لاري هم بندي دي.
د دې ورځي مراسم نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار د شيعه ګانو په تر ټولو لوى جومات امام باره کي چي په لومړۍ ناحيه کي امنيه قوماندانۍ ته نېژدې موقيعت لري لمانځل کيږي .
د دې مراسمو د امنيت په خاطر له سردار مدد خان چوک څخه تر شهيدانو چوک پوري دواړه اړخه عمومي سړکونه او همدې مرکز (امام بارې) ته تللي ټولي لاري بندي دي، چي خلګ له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

Copyright Larawbar 2007-2024