د افغان امنیتی ځواک کالنی مصرف ۶ بلیونه ډالره دی

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 16th, 2010


ناټو وایی چی د افغان پوځیانو او پولیسو د فعال ساتلو لپاره په هغوی د کاله شپږ ملیارډه ډالره مصرفیږی . د ناټو د روزنی د پروګرام مرستیال ډګروال جان فیرېري وویل چی اوس د دې ځواک تعداد ۲۵۰۰۰۰ دی خو تر راتلونکي اکتوبر پوری به دا شمیر ۳۰۵۰۰۰ ته ورسوو . امریکا په روان کال کی د دې ځواک لپاره ۹٫۲ بلیونه ډالره مصرف کړي دي خو د هغوی لپاره یې ۱۱٫۶ بلیونه ډالره نور هم د کانګریس څخه غوښتي دي . په دغو مصارفو کی تیل ، د ترمیم لپاره پرزې او سامان آلات ، معاشونه ، لباس او دریشۍ ، د هر عسکر یا پولیس وسلې او تجهیزات ، رینجر موټرونه ، زرهپوشونه ، او د روسانو څخه د انتقالاتی هلیکوپترونو رانیول شامل دي .
ده وویل چی دلته د ۹۸۰۰۰ امریکایی پوځیانو میاشتنی خرڅ ۸ بلیونه ډالره دی چی دا خورا ستر مصرف دی نو ځکه باید حتی الوسع افغان ځواک ژر تهیه ، آراسته او پر پښو ودروو .
خو پوځی شنونکي وایی چی داسی نه ښکاری چی دغه ځواک به په آینده کی هم د طالبانو د حملو تاب راوړای سی .

Copyright Larawbar 2007-2024