له خواخوږۍ څخه مو ډېره ډېره مننه

د لراوبر اداره | دسمبر 28th, 2010


د۲۰۱۰ ع کال وروستۍ دوې اوونۍ زمااوزمادکورنۍ له پاره دغم اوخواشینۍ شپې وورځي وې . په دغوورځوکي زمامحترمه مورپه کندهارکي وفات سوه. زه که څه هم په کندهارکي پرجنازه وفاتحه باندي حاضرنه وم خوخوراډېرودوستانوپرځانو باندي له لیروځایو څخه دسفرستړیاوي ومنلې اوددغي مرحومې جنازې اوفاتحې ته ئې ځانونه ورسول. دکندهارټولومنورینواوفرهنگیانوپه جنازه اوفاتحه کي برخه واخیستله.له کابل اوکندهاره اودانټرنیټ پرپاڼوله ټولي نړۍ څخه دپیغامواوایمیلونولړۍ ترداننه لاهم روانه ده. دلته په ټورنټوــ کاناډاکي ، هلته په مالموــ سویډن اوویرجینیاــ واشنگټن کي ډېرو خواخوږوغم راڅخه سپک کړ.دبینوا،لراوبر،ټول افغان،تل افغان او نوروویبپاڼودغه رازدافغانستان ملي ټلویزیون اودکابل دولتي ورځپاڼوخپلي ارزښتناکي پاڼي دپیغامواوخبرتیاوو وخپرولو ته وقف کړې.
په دې ډول نوزه،مېرمن مي اوزماټوله کورنۍ له ټولو خپلوانو، دوستانو،ملگرواواشنایانوله غمشریکۍ اوخواخوږۍ څخه دزړه له کومي ممنون یو. پاک خدای دې تاسي ټولوته دهرقدم یوپه زره عوضونه درکړي . دغمونو دي درته شا اودخوشالیودي درته مخ وي.
په درنښت
ستاسي ټولومخلص
محمدمعصوم هوتک


زمادمرحومي مورپرمړینه
دتقدیروېش دئ دهرچــــــــــــــــاجلاجلابرخه سوه
اوښکي دژوندپه نعمتونــــــــــوکي زمابرخه سوه
یتیم قلــــــــــــــــــم مي په داډېروغمناموسوستړی
دغمگي دود دي سي، دده خواربیاژړابرخه سوه
څه دغـــــــــــــــــم ږغ راباندي وسوپرپردېسه مېنه
هیهات،منشاء مي دهستۍ نن دفـــــنابرخه سوه
والِده نه وه،مجموعه وه دکــــــــــــــــــــــــــمال وهنر
توښه دپـــــــــــــــــوهې له اباء وله اجداء برخه سوه
دپلوسیوري ئې حدودوثــــــــــــــــــــغورنه پېژندل
دهمت عُلوه ئې لـــــــــــــــــــوړپاس دثریابرخه سوه
دعفتونوجواهــــــــــــــــــــــــــــــرئې دپوړني ترصیع
په سرمـــــــــــــایوکې دجهان،عِلم وحیابرخه سوه
دکمالــــــــــــــــــــــــونوله کتابه ئې زده کړي ډېرڅه
دصفتونوله قامـــــــــــــــــــوسې استغنابرخه سوه
داحسانونوقافــــــــــــــــلې ئې همېشه په ښورکي
دسخاوت په کاروانوکې دهـــــــــــــرچابرخه سوه
دطاعت میني ئې رگـــــــــــــــــــــــونه دزړه چاودله
دقرآن مینه، مُحَبت ئې دتــــــــــــــــــــقوابرخه سوه
زه چي داسېل ته دنیازمنوددوعـــــــــــــاووگورم
یمه ډاډمن چي مغفرت ئې دعقبابــــــــــرخه سوه
یوه دوه کې کم وه دوفات پروخت ئې هرڅه لرل
“افتخارونه ازلي” زمــــــــــــــــــوږدادابرخه سوه
مسسي ساگا ــ کاناډا
۲۰ددسمبر۲۰۱۰ع


تاریخي ماده”افتخارونه ازلي” ده = ۱۳۹۱
دوه چي ځیني کم سي، ۱۳۸۹ پاتېږي . زمامرحومه ومغفوره مور حجاڼۍبي بي حلیمه،چي موږپه کورکي (ادا) بلله ،د۱۳۸۹ ش کال د قوس پر۲۸مه = ۱۹دسمبر۲۰۱۰ع کال دیکشنبې په ورځ دسهارپر څلورو بجوولسو دقیقو په کندهارکي وفات اوپخپله پلرنۍ هدیره کي ښخه سوه.
 
د غمشريکۍ پيغامونه له دې ځايه ولولی

Copyright Larawbar 2007-2024