يوازې/ ادبي ټوټه

64 | دسمبر 29th, 2010


هغه ورځ غوښتل مې چې ښار ته لاړ شم، زه هم د خپل پلان په مطابق د ښار پر لور ورهې شوم، د ښار له يو سر څخه تر بل سره پورې لاړم او راغلم، که څه هم په ښار کې ډيره ګڼه ګوڼه وه، او ډو ل ډو ل څيرې مې تر سترګو تيريدې، خو بيا هم په دی دومره ډيرو خلکو کې هم داسي يو څوک پيدا نه شو، چې هغه دی ما ته په خوږ نظر وګورې، او نه داسي څوک مې تر سترګو تير شو ل، چې هغه دی زما په زړه کې ځاي ونيسې.
نو وروسته له دی زه په دی پوه شو م، چې د زړه په دومره لويه او پراخه نړۍ کې هم يواځې يو څوک اوسيدلې شي.

 حميد احساس/// فنلو ښار هالنډ

Copyright Larawbar 2007-2024