تخار : د عملیاتو په ترڅ کښي یو طالب وژل سوئ او ۶ نور نیول سوي دي

د لراوبر اداره | دسمبر 31st, 2010


دتخار ولايت په حواجه بهاالدين په مؤمندابادسيمه کې دافغان امنيتي ځواکونو په يولړعملياتوکې دوسله  والو طالبانو پټنځيونه لمنځه تللي اويو وسله وال طالب وژل شوى اوشپږ نوريې ژوندي نيول شوي .
دتخار ولايت دوالي وياند ديادو عملياتو پخلى کوي او وايي په دغه عملياتوکې دوه پوليس هم وژل شوي اودوه نورټپيان شوي .
نوموړى په ترسره شويو عملياتو کې وسله والو طالبانوته دلازيات زيانونو خبر ورکوي .

Copyright Larawbar 2007-2024