هالنډیان به نن شپه پنځه اویا میلیونه یورو ته اور واچوي

64 | دسمبر 31st, 2010


شیبه ورسته دوه زره لسم کال پای ته رسیږي او نوی زیږدیز دوه زره یولسم کال پیلیږي.
دا شپه د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې لمانځل کیږي چې یوازې اروپا ته له چین څخه په ټنونو د اورلوبو وسایل راوړل شوي دي.
هالنډ کې د پنځه اویا میلیونه یورو په بیه د اور لوبو لپاره ډول، ډول پټاکۍ د خلکو لخوا اخیستل شوي دي چې نن شپه به ټولې وچول شي.
ددې وسایلو اخیستلو ته د دولت لخوا دوه ورځې مخکې اجازه ورکول شوې، خو استعمالول یې له نن څخه  تر سهاره پورې جواز لري.



د دې شپې تر ټول ډير لمانځونکي د هالنډ د مرکز امستردام په زړه دام سکو ایر کې راټول شوي چې شمیر یې څه ناڅه تر یولکو رسیږي، عامه ترانسپورت د شپې له نهو بجو تر سهار تړل شوی؟
په هالنډ کې اورلوبه د خلکو لخوا تر سره کیږي چې دولت پکې کومه ونډه نه لري، خو د هالنډ خلاف ځينو هیوادونو کې دا لوبه د دولتونو لخوا تر سره کیږي.
کلونه کیږي، چې استرلیا ددې شپې د اورلوبې لمړی مقام ګټي، هلته دا شپه د دولت لخوا لمانځل کیږي چې څو ساعته مخکې د دې شپې لمانځلو لپاره تنها د استرالیا په سیډني کې یونیم میلیون کسان راټول شوي و.
شتمن هېوادونه دا شپه په داسې حال کې په ډير لګښت سره لمانځي چی په همدې شپه د نړۍ په  بې وزلو هېوادونو کې زر میلیونه کسان وږي پراته دي.



 

Copyright Larawbar 2007-2024