شمالي وزیرستان : د دوو حملو په ترڅ کښي ۱۱ تنه ووژل سول
د محلي چارواکو په وینا د شمالي وزیرستان د”میران شاه ټاون” په شمال کي هغه مهال ۱۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ، کله چي د امریکا د متحده ایالاتو لخوا دوې حملې ترسره سوې.
د ذکر سوو حملو په ترڅ کښي د بې پيلوټه الوتکو لخوا جنګیالي په نښه سوي وه، خو دا چي آیا مرګ ژوبله یوازي او یوازي جنګیالیو ته اوښتې ده، په دې اړه تراوسه چا خبر نه دئ ورکړئ .
د امریکا متحده ایالاتو تراوسه دا نه ده تأیید کړې، چي حملې ددوی لخوا ترسره سوي دي، خو د څېړونکو په وینا داسي الوتکي او حملې یــــوازي د امریکايي ځواکونو کار دئ .
د یادوني وړ ده، چي د تیري جمعې په ورځ هم په وزیرستان کي یوه حمله وسوه او په نتیجه کي یې ۵ تنه ووژل سول.
په وزیرستان کي سږ کال تر ۱۰۰ زیاتي حملې ترسره سوي دي، کومو چي مالي او ځاني زیان اړولئ دئ . د امریکا د متحده ایالاتو لخوا دغه حملې د بارک اوباما د ریاست په دوره کي نوري هم ډیري سوي دي او بدبختانه هره اونۍ څو ځلي ترسره کیږي .