دپاني پت دریمه لویه او پرېکنده جګړه – څېړنغونډه

د لراوبر اداره | جنوري 6th, 2011


د (۱۷۶۱) میلادي کال دجنوري
څوارلسمه


پوره دونیم سوه کاله وړاندي دافغانستان بنسټ ایښودونکي لوی احمدشاه بابا دهند
دمظلومو وګړود مرستي لپاره دهغوی په غوښتنه دپاني پت په ډګرکې مرهټه ځواک ته ماتې
ورکړه.


ددې ورځي دیادونې اولمانځنې لپاره دانګلستان په لندن ښارکې د خبريال
ويبپاڼي د ادارې په نوښت د۲۰۱۱میلادي کال دجنوري پر(۱۵) پنځلسمه چې دشنبې ورځ
کېږي دیوې علمي غونډي تابیا شوې ده .


داچې دافغانستان پر يوې ارزښتناکي تاریخي موضوع علمي او څېړنيز بحث کېږي او دیوې
درنې او تاريخي ورځي لمانځنه ده نو ستاسو څخه په درنښت هیله کېږي چې له موږ سره په
دې غونډه کې ګډون وکړئ .


البته هغه لیکوال و دټولنو استازي چې دځینو ستونزواو له کبله له موږ سره ګډون نه
شي کولای هغوی کولای شي چې خپل پیغامونه دغونډي له برخه والو سره شریک کړي او په
خپلو پیغامونو غونډه لانوره درنه کړي .ستاسو پیغامونه له موږ سره دګډون کولو په
معنا دي .


دغونډي لپاره لاندینۍ موضوع ګاني په پام کې نیول شوې دي!


۱ـ پرهندوستان باندي دافغان برید لامل . زرمل وال صاحب

۲- دافغان پوځ نظم او ډسپلین دوه نیم سوه کاله پخوا.صفیه حلیم
۳- په اتلسمه
میلادي پیړۍ کې دهند د لويې وچې سیاسي حالت .سنګروال
۴- دپاني پت ډګرپه اوسني
وخت کې او په ډیلي کې دهغه وخت نښي نښانې .یما باریز
۵- دلوی احمدشاه بابا سوله
يزي هڅي اود جګړې دمخنیوي کوښښ . حبیب الله غمخور
۶- دهند دشتمنیوسره داحمدشاه
بابا چلند  ؟ ډاکترنثارصمد
۷- احمدشاه ابدالي او دپاني پت جګړه دیوه سیک او
یوه مرهټي تاریخ پوه په ویډیو يي او غږیزومقالو کې . هندي تاریخ پوهان.
۸ – ایا
رښتیا پر هند داحمدشاه بابا برید انګریزانو ته لار هواره کړه ؟ استاد سیستاني

۹- پر هند داحمدشاه بابا برید له حقوقي اړخه جايز وو؟ استاد روستار ترکی
۱۰
– پرهند دبرید پر مهال دافغانستان کورنی سیاست .ډاکتر طارق رشاد
۱۱- داستاد او
تاریخ پوه حسن کاکړیوه مقاله .
۱۲- دپاني پت دپرېکنده جګړې اثر پرمعاصر
افغانستان . غفورلیوال


 په پام کي ده چي دغه پیغامونه په راتلونکي کې دهغو مقالو دټولګي برخه شي
چې په کتابي بڼه چاپېږي له دې امله هېله کوو چي لنډ پيغامونه راوليږﺉ
.
 دغونډي په پای کې دیوې مشاعرې تابیا هم شوې ده چې دشعرونو لویه برخه به
له موضوع سره تړاو لري .
ورځ : شنبه
د ۲۰۱۱ دجنوري ۱۵  د ماپښين درې بجې
پته : ۳۲- ۳۴ سټېشن روډ اجوېر
لندن
پوست کوډ: HA87AB
دلانورو معلوماتو لپاره په لندن کې دمیرویس
افغان سره اړیکي ونیسئ .خبريال ويبپاڼه
ټيلفون  00447837673719
برېښناليک : mir.afghan@yahoo.com  ويبپاڼه : www.khabaryal.com



Grotere kaart weergeven

Copyright Larawbar 2007-2024