زمالوړه ویاړه داده چي پښتون یم

64 | جنوري 9th, 2011


ټـوپک لاس کي یم پتمن پـه خپل قانون یم
سرمي ټـیـټ نشي هـیچاتـه زه پـښـتون یم
ازادي مــې ده لـیـلی زه یــې مجــنــون یم
زمــا لـــوړه ویــاړه داده چــي پـښتون یم
٭٭٭
کــه هـــرڅــومـــره رهــبـرانـویــم رټلـي
یـــا بــــي رحــمــه دلالانـــو ځــورولـــي
یـــابـــي پــتـــه غــا صــبانــویـم خـوړلـي
خــوبیا هــم نـن زه سرلــوړي ترپرون یم
زمـا لــــوړه ویـــاړه داده چـي پـښـتون یم
٭٭٭
دښمنان مي کړي بي کورخوزه په کوریم
زه زمري غوندي مغروره په خپل زوریم
لــه ازلــه زه پــه غـیـږ کـي مي دمـوریم
تـــل تــرتــلــه دلــوړا پـــه پــــلـــټـون یم
زمــا لــوړه ویــاړه داده چـي پـښـتـون یم
٭٭٭

کـــه هـــرڅــوبــي اتـفـا قـیـوکـي تـیـتیـږم
دخــپل وارپــه اخــســتوکــي را ټــولـیـږم
دظــالــم ویــــرغــمــل مـخکـي دریـــــږم
تـــاوانــونـه بـه تـري اخلم زه مضمون یم
زمـــا لـــوړه ویــاړه داده چـي پـشتـون یم
٭٭٭
دنـیـا ډیـــره بـــي وفـــــا زه وفـــــا داریم
پـــه بـاطن بـانـدي بـډای که ظاهرخواریم
شرق وغرب نه ځوبل شوي وارپه واریم
دحــق لاره کــي پـه سروویـنـوګلګـون یم
زمــا لــوړه ویـــاړه داده چــي پـښـتون یم
٭٭٭
کـه بـې پــتو کـړلـم خـرڅ پـاتـې پـتمـن یم
دپـښتـون پـه خـویـوهــرځاـی عـزتـمـن یم
زه مـلیـاردپــښتـونـخـوا دلــوی ګـلــشن یم
پـه خپل قام زه(علي خان ساپی) مفتون یم
زمـا لــوړه ویــاړه داده چــې پـښــتون یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Copyright Larawbar 2007-2024