بغلان: ١٧٢ کيلوګرامه کيمياوي توکي ونيول شول
په بغلان ولايت کې دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزي پوليس ديوسلو دوه اوياکيلوګرامه کيمياوي توکو چې دمخدره توکو په جوړولو کې ورڅخه ګټه پورته کيدله دکشف کولو خبر ورکړو.
په شمال کې دپامير د دري سوه دريم زون وياند وايي دغه توکې چې په يوه باروړونکي موټر کې ځاى پرځاى شوي و،دپلخمري ښارپه شمال سيمه کې دپوليسو له لوري ونيول شول .
نوموړى زياتوي ديادو توکو په توريې دوه تنه هم نيولي چې دمګړۍ ترپوښتنو ګرويږنو لاندي دي .