روسيه: فلسطين د ١٩٨٨ کال په حدودو کي په رسميت پېژنو

34 | جنوري 19th, 2011


دروسيي ولسمشر ويلي روسيې دفلسطين خپلواکي په نولس سوه اته اتياکال کې په رسميت پيژندلي او خپل دغه دريځ نه بدلوي .
دروسيي ولسمشردفلسطيني اداري له مشر محمودعباس سره په يوګډخبري کنفرانس کې دوينا پرمهال وويل دوي ديوخپلواکه فلسطيني دولت دتاسـس لپاره دفلسطينيانو دنه بدلونکي حق ملاتړ کړى اودغه همکارۍ ته به دوام ورکړي .
دروسيي ولسمشردغه راز زياته کړه که اسرائيل ديهوديانو دميشت ځايونو دفعاليتونو په اړه يومثبت اقدام ونه کړي نو ددغه دواړو هيوادونو ترمنځ به دسولي خبري اتري کومي پايلي ونه لري .

Copyright Larawbar 2007-2024