برتانيې پر امريکايي مذهبي مشر بنديز ولګاوه
دانګليستان حکومت پرهغه امريکايي مذهبي رهبر خپلې خاروي ته د داخليدو بنديز ولګاوه چې د دسمبر په يوولسمه نيټه يې دقرانکريم دسوزيدو پلان درلوده .
دانګلستان دکورنيوچارو وزارت ويلي چې هيواد يې دهرډول بنسټ پالنې اوترهګرۍ مخالف دى .
دغه وزارت وايي دنوموړي خبري د دغه هيواد اوخلکو په ګټه او دمنلو وړ ندي نو له دي امله نه غواړي چې نوموړى انګلستان ته داخل شي .
ديادونې وړده دغه مذهبي رهبرانګلستان کې په يوه غونډه کې دګډون هوډ درلوده چې دتګ مخه يې ونيول شوه .