دولت: سږکال به افغان ځواکونو د ډېرو سيمو امنيت واخلي

34 | جنوري 20th, 2011


افغان امنيتي ځواکونه به په دوه زره يوولسم ميلادي کال کې دهيواد په زيات شمير ولايتونو کې دامنيتي چارو مسؤليت پرغاړه واخلي .
په اروپا کې دناټو لوي قومندان چې کابل ته راغلى ددغه څرګندونو ترڅنګ دافغان ځواکونو پرسمبالتيا ټينګار کوي .
نوموړى وايي افغان ځواکونه په ښه توګه روزل شوي او دغه ځواکونه به په ښه توګه سمبال هم شي او دغه راز تر راتلوونکي اوړي پوري به دافغان ځواکونو شمير هم زيات شي .
ديادونې وړده دمګړۍ دملي اردو دځواکونو شمير نږدي يوسلو پنځوس زرو تنو ته رسيږي اويوسلو اوه اويازور ته يې دلوړولو هڅي يې دوام لري .

Copyright Larawbar 2007-2024