پکتيا: په عملياتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په پکتيا ولايت کې دبهرنيوځواکونو په يولړګډو چاڼيزو عملياتوکې يو وسله وال طالب وژل شوى اوڅلور نور ژوندي نيول شوي دي .
ددغه ځواکونو له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دغه کسان دګرديزپه لويان سيمه کې دبهرنيوځواکونو له لوري وژل شوي اونيول شوي دي .
په همدي حال کې دپکتيا ولايت امنيتي مسؤلين ديادي پيښې دپخلي ترڅنګ وايي دغه عمليات دبهرنيوځواکونو له لوري ترسره شوي خو په يادشويوعملياتوکې افغان امنيتي ځواکونو شتون نه درلوده .